د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ناټو کې د سویډن یو ځای کیدو سره موافقه وکړله


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سویډن د صدراعظم اولف کریسټن سره تر ملاقات وړاندې روغبړ وکړ.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سویډن د صدراعظم اولف کریسټن سره تر ملاقات وړاندې روغبړ وکړ.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان دوشنبه جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) د ناټو په سازمان کې د سویډن یو ځای کیدو سره موافقه وښوده.

ښاغلي اردوغان ومنله چې د سویډن د یو ځای کیدو مسوده به د هیواد پارلمان ته واستوي او هیله یې وښوده چې هلته به یې په منظوریدو کې همکاري وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس په لیتوانیا کې د سویډن د صدراعظم سره هم په جلا توګه کتلي او یوه بل ملاقات یې د اروپایي کمیسیون د مشر چارلز میچل سره هم کړی. پخپله د ترکیې جمهور رئیس تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب غوښتنه هغه وخت ومني،‌ چې په اروپايي ټولنې کې د ترکیې د غړیتوب اخیستلو لپاره لاره پرانیستل شي.

اردوغان وویل هغه مشران، چې په اروپايي ټولنې کې یې د ترکیې د غړیتوب مخه نیولې، له ترکیې څخه غواړي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې د متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره یې په تیلیفوني‌خبرو کې هم همدا یادونه وکړه.

جوبایډن بریتانیا ته تر روانېدو مخکې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه له اردوغان سره خبرې وکړې. د ناټو ټول غړي‌ باید تائید کړي چې سویډن د دغه تړون غړی شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان وویل، "نشم ویلای چې دا به څومره لېرې او څومر نژدې وشي، خو یوه خبره کولای شم موږ په دې باور لرو چې سویډن باید ژر تر ژره ناټو غړی شي. موږ باور لرو چې باید د دې کار لپاره یوه لاره وي."

غبرګونونه

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنرګ په یوې اعلامیې کې خوښي څرګنده کړې چې ترکیې د سویډن د یو ځای کیدو سره موافقه ښودلې.

په اعلامیې کې ویل شوي، "خوښ یم چې اعلانوم د ترکیې جمهور رئیس منلې چې د سویډن د غړیتوب اسناد پارلمان ته واستوي."

د سویډن صدراعظم بیا ویلي چې د ډیر پخوا راهیسې یې د ناټو د غړیتوب هیله درلوده او په اعلامیې کې یې ویلي، " ډیر ښه احساس دی. زما په اند نن مونږ ته سم ځواب راکړل شو او د غړیتوب لپاره مو ډیر غټ ګام واخیست."

په همدې حال کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د سویډن د غړیتوب سره د موافقې په هکله د ترکیې، ناټو او سویډن د اعلامیو هرکلی کړی.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي، " زه د ترکیې د جمهور رئیس سره د دفاعي چارو پراختیا په برخې کې کار کولو ته چمتو یم."

د ترکیې د جمهور رئیس یو شرط دا هم و چې د متحده ایالاتو څخه ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکې واخلي.

ها خوا د جرمني د بهرنیو ووزیرې انالینا بایرباک په ټویټر کې د ترکیې موافقه د ناټو لپاره ښه خبر بلی. هغې په ټویټر کې لیکلي، " بالاخره ناټو سره د سویډن د یو ځای کیدو لپاره د ترکیې د منظوریدو لار پرانیستل شوه. زمونږ ګډو هڅو نتیجه ورکړه.

XS
SM
MD
LG