د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د روسیې نه د میزایلو سیستم اخلي، امریکا ورته F-35 نه ورکوي


د S-400 په نامه د روسیې د میزایلو دفاعي سیستم
د S-400 په نامه د روسیې د میزایلو دفاعي سیستم

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د جمعې په ورځ یوه لایحه تصویب کړه. په لایحې کې ویل شوي که ترکیه د روسیې نه د S-400 میزایلو دفاعي سیستم واخلي هغه هیواد ته به د F-35 جنگي الوتکو وکړه بنده کړي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي د روسیې سره د S-400 میزایلو د دفاعي سیستم معاملې ته ژمن دي.

ښاغلي اوغلو وویل چې د روسیې سره موافقت لیک لاس لیک شوی "دغه موافقه اعتبار لري او مونږ پدې خبرې کوو چې دغه سیستم څه وخت انتقال شي".

د پنجشنبې په ورځ امریکایي سناتورانو د دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو په گډه یوه لایحهوړاندې کړه چې د متحده ایالاتو څخه ترکیې ته د F-35s جنگي جت الوتکو انتقالول تر هغه بند کړي تر څو د امریکا حکومت دا تائید کړي چې انقره به د روسیې نه د S-400 میزایلو دفاعي نه اخلي.

F-35s
F-35s

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد یې د امریکا نه متناقضې څرگندونې ترلاسه کوي پداسې حال کې چې انقرې د F-35s جنگي جت الوتکو اړوند خپلې ټولې ژمنې پر ځای کړي دي.

ترکیه د F-35s جنگي جت الوتکو د تولید په تریلیون ډالرو پروگرام کې شریکه ده، خو د امریکا متحده ایالات چې د ترکیې د ناټو متحد دی د روسیې نه د هغه هیواد د میزایلو د دفاعي سیستم له اخیستلو سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا کار کیدای شي ددغو جنگي الوتکو امنیت ته گواښ پیښ کړي.

د امریکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې شاوخوا سل F-35s جنگي الوتکې په ترکیې خرڅې کړي او تر اوسه یې دوه دغه ډول الوتکې ترکیې ته لیږدولي دي. خو تیر کال د امریکال کانگرس ترکیې ته د نورو الوتکو ورکول بند کړل.

XS
SM
MD
LG