د لاس رسي وړ اتصالات

په ویډیو کې یوه ډله لیدل شوې چې ښایي د سعودي د خبریال قاتلین وي


د ترکیې یوې ادارې د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي د مشکوک قاتلانو یوه ویډیو خپره کړیده چې هغه یې په ترکیې کې د سعودي په قونسلگرۍ کې ممکن وژلی وي.

په ویډیو کې دوه کسان چې ښیي د سعودي د استخباراتي ادارې غړي دي، په یوې ځانگړې الوتکې کې ترکیې ته راغلي او بیرته تللي دي. دغه ویډیو دا شکونه تقویه کوي چې د دغه خبریال په قتل کې د سعودي قونصلگري لاس لري.

دغه ویډیو ښیي چې خاشقجی د سعودي قونصلگرۍ ته داخل شویدی او بیا د باندې ندی وتلی. سعودي وایي د هغه په لادکه کیدو کې لاس نه لري.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي نه غوښتي چې د هغه د لادرکه کیدو په اړه په تحقیقاتو کې همکاري وکړي. ښاغلی خشقجی د امریکا د ورجینیا ایالت اوسیدونکی و او د واشنگټن پوسټ لپاره یې لیکنی کولی.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هیدر نورټ وایي چې امریکا په دغه مسله نظر ساتي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د خبریال بې درکه کیدل جدي حالت ګڼلی او په سعودي یې فشار زیات کړی چې پدې هکله دې معلومات ورکړي.

د ترکیې حکومت ویلي دي چې د دې خبریال په بې درکه کیدو کې د سعودي عربستان د استخباراتو د ادارې پنځلسو غړیو برخه اخیستې.

د سعودي عربستان دا خبریال د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و چې د یوې ترکۍ ښځې سره د واده کولو لپاره ضروري اسناد واخلي، خو د هغې نامزاده وایي چې ښاغلي خاشقجي د قونسلګرۍ نه بیرته راونه وت.

XS
SM
MD
LG