د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د نوي کال په درشل کې په لسگونو کسان نیول شوي


د ترکیې پولیسو د داعش ډلې سره د همکارۍ او د نوي کال د لمانځلو په ترڅ کې د حملو د طرحه کولو په تور په انقره کې پنځه تنه نیولي دي. پهتیرو دوو ورځو کې نژدې ١٧٠ شکمن کسان نیول شوي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې دغه کسان ټول بهرنیان دي او د تروریزم ضد پولیسو په ځانگړو عملیاتو کې د هغوی په استوگن ځایونو کې نیولي دي.

پدغه رپوټ کې ددغو کسانو له لورې د انقرې په ښار کې د احتمالي بریدونو په اړه اطلاعات ندي وړاندې شوي.

ددغو کسانو نیول د ترکیې د پولیسو د امنیتي تدابیرو یوه برخه ده چې د نوي میلادي کال په درشل کې ترسره کیږي.

مقاماتو ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې د داعش سره د همکارۍ په تور شاوخوا ١٧٠ تورن کسان ددغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د ٢٠١٧ کال د پیل په لومړیو شیبو کې د داعش ډلې د استانبول په ښار کې د یوې حملې مسؤلیت منلی و. په دغه برید کې ٣٩ تنه وژل شوي وو چې زیات شمیر یې بهرنیان وو.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې هم د رسمي شمیرو له مخې د داعش او د کردي ملیشو په بریدونو کې څه دپاسه ٣٠٠ کسان وژل شوي وو.

مقاماتو ویلي دي چې د انقرې او استانبول په گډون د ترکیې په مهمو ښارونو کې د امنیتي قواو شتون د ٢٠٢٠ کال د لمانځلو په درشل کې زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG