د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې د بخښنې د نړیوال سازمان د څانگې مشر بندي شو


د تیر کال راهیسې په ترکیه کې څه دپاسه ٥٠٠٠٠ کسان توقیف شوي او ١٠٠٠٠٠ مامورین له دندو نه گوښه کړای شوي دي
د تیر کال راهیسې په ترکیه کې څه دپاسه ٥٠٠٠٠ کسان توقیف شوي او ١٠٠٠٠٠ مامورین له دندو نه گوښه کړای شوي دي

یوې ترکي محکمې د هغه هیواد لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان رئیس په یو "تروریستي سازمان" کې د غړیتوب په تور زنداني کړی دی.

د ترکیې د بخښنې د نړیوال سازمان رئیس تانر که لچ د ٢٢ تنو نورو مدافع وکیلانو سره یوځای د ازمیر په ښار کې نیول شوي او د فتح الله گولن په ډله کې د غړیتوب په تور بندیان شوي دي.

ترکیه وایي د تیر کال د جولای د میاشتې ناکامه کودتا په امریکا کې میشت د ترکي عالم گولن د ډلې کار و.

د بخښنې نړیوال سازمان د ښاغلي که لچ زنداني کیدل "ډیر بده بې انصافي" گڼلې او د هغه خوشې کیدل یې غوښتي.

دغې نړیوالې بشري ډلې ویلي چې ترکي مقامات ښاغلی که لچ د فتح الله گولن سره په اړیکو لرلو تورنوي او ادعا کوي چې په ٢٠١۴ کې د هغه په تلیفون کې د "بای لاک" اپ یا اپلیکیشن موندل شوی دی.

د ترکیې حکومت وایي چې د "بای لاک" د پیغام رسونې خدماتو نه د فتح الله گولن پلویان د خپل منځي پیغام استونې لپاره استفاده کوي. ښاغلي که لچ ددغه اپلیکیشن د ډوانلوډ کولو او استفاده کولو نه انکار کړی دی او د بخښنې نړیوال سازمان ویلي داسې شواهد نشته چې د حومت دغه ادعا ثابته کړي.

د بشري حقونو ددغه نړیوالې ډلې مشر سلیل شیتي وایي، ښاغلی که لچ "د بشري حقونو یو اصولي او سرسختی مدافع" او د گولن د غورځنگ منتقد دی. ښاغلي شیتي دا هم ویلي دي چې په ښاغلي که لچ باندې لگول شوي تورونه بې مورده دي.

د ترکیې د بېړني حالت د مقرراتو له مخې چې د ناکامې کودتا وروسته نافذ شوی، د د ښاغلي گولن د غورځنگ سره د اړیکو لرلو په تور څه دپاسه ٥٠٠٠٠ کسان توقیف شوي او ١٠٠٠٠٠ مامورین د خپلو دندو نه گوښه کړای شوي دي.

ښاغلي که لچ د ٢٠٠٢ کال راهیسې د بخښنې په نړیوال سازمان کې مختلفې دندې ترسره کړي او اوس د ترکیې لپاره ددغه سازمان رئیس دی.

XS
SM
MD
LG