د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او اردوغان په خبرو کې د اختلاف ټکی - کردان


ښاغلی اردوغان به هڅه کوي چې ټرمپ قانع کړي چې کردي وسله وال مجهز نکړي
ښاغلی اردوغان به هڅه کوي چې ټرمپ قانع کړي چې کردي وسله وال مجهز نکړي

د ترکیې ولسمشر د سه شنبې په ورځ ( مۍ ۱۶) واشنګټن ته راځي چې له خپل امریکايي سیال سره د داعش خلاف جګړې په اړه وغږیږي.

د رجب طیب اردغان سفر داسې مهال کیږي چې د واشنګټن او انقرې په اړیکو کې یو څه ترینګوالی راغلی. د دونالد ټرمپ حکومت په سوریه کې د داعش د ماتولو لپاره د کردي یاغیانو د تجهیز کولو پرېکړه کړې خو ترکیه يې کلک مخالفت کوي.

داسې ښکاري چې په دې اړه به د ټرمپ او اردغان ترمنځ خبرې ډېرې جدي وي. پخپله ښاغلی اردوغان وايي دا سفر به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی ور پرانیزي.

ترکیه د امریکا د هغه پلان قوي مخالفت کوي چې غواړي په سوریه کې کردي یاغیان مجهز او وسله وال کړي. ښاغلی اردوغان به د خپل سفر پر مهال تر ډېره له ولسمشر ټرمپ سره په همدې مسئلې خبرې وکړي.

په واشنګټن کې د سیمې د چارو کارپوه جانتن سکنزر وايي چې ترکیه د کردانو مجهزولو ته د یوه کړکیچ په سترګه ګوري. سره له دې چې د پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما حکومت په دغې برخې کې تر ډېره د ترکیې نظر منلی و، خو ولسمشر ټرمپ له دې پلوه جلا نظر لري او خپله تګلاره یې روښانه کړې ده.

د ښاغلي ټرمپ اداره له کردي ډلو سره ځکه مرسته کوي چې د داعش له جګړه مارانو څخه د سوریې د راقه ښار بېرته ونیسي. د عراق په موصل کې د داعش موجودیت ته په کتو د راقه ښار نیول، له نیول شویو سیمو څحه د داعش د جګړه مارانو د شړلو لپاره مهم ګام بلل کیږي.

مګر ترکیه پر امریکا فشار راوړي چې په سوریه کې کردي وسله والو (وای پي جي) ته وسلې ورنکړي او د راقه د نیولو د عملیاتو مشري دې هم نه ورسپاري. ترکیه وای پي جي ترهګره ډله بولي.

دا وای پي جي ډله د کردانو د کارګر ګوند پي کی کی سره اړیکې لري او متحده ایالتونه، اروپايي اتحاد او ترکیه، پي کی کی، یو تروریستي سازمان ګڼي.

ترکیه اندېښنه لري که امریکا په سوریه کې کردانو ته وسلې او مهمات ورکوي شاید دا وسلې او مهمات د پي کی کی لاس ته هم ولویږي چې د ترکیې د حکومت په ضد وسله وال مخالفت کوي او د کردانو لپاره د جلا سیمې غوښتونکي دي.

اسوشیتډپرس وايي سره له دې چې پنټګان د ترکیې پر دغې اندېښنې سترګې نه پټوي خو ژمنه یې دا ده چې کردانو ته په ورکول کېدونکو وسلو به کلک څار ساتي او په دغه برخه کې به له ترکیې سره استخباراتي معلومات شریکوي چې د کردې وسله والو پر جبهو او مرکزونو نظر وساتي.

کارپوهان وايي چې شاید ښاغلی اردغان له ښاغلي ټرمپ سره په خبرو کې د امریکا په پنسلوانیا کې د مېشت ترکیي، فتح الله ګولن، د سپارلو غوښتنه هم وکړه، د ترکیې حکومت هغه په تېرې ناکامې پوځې کودتا کې په لاس لرلو تورن کړی دی. همدغه راز ښايي ښاغلی اردوغان به له ټرمپ څخه دا هم وغواړي چې پر بل ترکیې سوداګر رضا ضراب هم لګېدلی بندیز لېرې کړي، پر هغه د پېسو د سپينولو تور دی.

کردان د ترکیې، ایران، سوریې او عراق په سرحدونو کې مېشت دي او پي کی کی د ټولو کردانو لپاره جلا هېواد غواړي او د همدې لپاره له کلونو کلونو د ترکیې له حکومت سره په وسله وال مخالفت بوخت دي.

XS
SM
MD
LG