د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او چین کوښښ کوي خپلمنځي اړیکې ښې کړي


د ترکېې جمهور رئېس رجب طیب اردوگان چې چېن ته په یوه رسمي سفر تللی د هغه هیواد د جمهور رئیس شئ جېن پنګ سره یې وکتل.چېن ته د ښاغلي اردوگان ددغه سفر ېو مهم هدف دا دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ خرابې شوې اړیکې ښې شي.

وروسته له هغی چی د ترکیی مشر د یغورېانو سره د چین په بد سلوک انتقاد وکړ، د دواړو ملکونو اړیکې سړې شوې او پیکنګ د ترکیې پوځ ته د توغندیو د سیسټمورکول وځنډول چې مخکې یې په درې عشارېه څلور مېلېاردو ډالرو رانیولی و.

سره له دې چې د ملاقات نه وروسته ښاغلي اردوګان او د چین جمهور رئېس د اړیکو د ټینګیدو هېله څرگنده کړه،معلومه نشوه چې آیا د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو د حل په لوري څهپرمختګ وشو اوکه نه.

د چین مشر وویل چې د " دواړو هیوادونو اړیکې ېوه روښانه راتلونکی لري"

د ترکیې جمهور رئېس وویل چې " د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو بهتره کیدل به د چین او ترکیې د ولسونو تر منځ سیاسي اعتبار او د ملګرتیا د غښلي کېدو سبب شي. "

د جمهور رئېس په توگه دا چېن ته د اردوگان لومړی سفر دی. هغه په ٢٠١٢ مېلادي کال کې کله چې د ترکیې صدراعظم و، چین ته یې سفر کړی و.

کله چې اردوگان د پیکنګ په نړیوال هوایي ډگر کې له الوتکې نه راښکته شو، د چین صدراعظم( ليکېک ېانگ) یی هرکلی وکړ.

د ترکیی جمهور د سینگجیان په ولایت کی د ېغوریانو سره د چین د چارواکو پر پالیسۍ سخت انتقادونه کړي وو خو د چین مشران وایی چی امنیتی قواوی یی په په دغه لویدیځ ولایت کی د هغو وسله والو مبارزینو پر ضد جنگیږي چی خارجېان یی ملاتړ کوي.

ېغوریان چی په اصل دترک له نژاد څخه دي له ترکانو سره ژوری ژبنۍ ، کلتوري او دیني اړیکي لري او ترکان هم ورسره همدردي لري.

چین دا خبره نه مني چی له یغورېانو سره له تعصب نه کار اخیستل کیږي او چاوراکي زېار باسي چی د بیجنگ د واکمنۍ پر ضد ېغور د خلکو پاڅون په عراق او سوریه کی د جهادي ډلو له تشدد سره وتړي.

خو د ېغور خلک بیا دا شکایت لري چی د چین چارواکي یی دخپلو دیني مراسمو د ادا کولو او له روژی نیولو په زرو منع کوي.

XS
SM
MD
LG