د لاس رسي وړ اتصالات

رجب طیب اردوغان: د غدارانو سرونه به پرې کړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د جولای په پنځلسمه خپلو پلویانو ته د تیرکال د ناکامې کودیتا په باب وینا کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د جولای په پنځلسمه خپلو پلویانو ته د تیرکال د ناکامې کودیتا په باب وینا کوي.

په زرگونو خلک نن یکشنبې په انقرې کې د ترکیې د پارلمان مخې ته راټول شوي چې د ترکیې د ناکامې کودتا داولې کلېزې یادونه وکړي. د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان دې غونډې ته په وینا کې وویل چې دی به هغه طرحه سمدستي لاسلیک کړي چې په پارلمان کې د مرگ سزا تصویبوي.

د ترکیې د ناکامې کودتا داولې کلېزې یادونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل: کله چې پارلمان د مرگ سزا تصویب کړي او ماته ېېراجع کړي، زه به یې له تردیدنه پرته لاسلیک کړم. ځکه ماسره د ٢٥٠ تنو شهیدانو غم دی، د ملت غم دی او د ٢١٩٣ زخمیانو غم دی. زه د دې پروا نلرم چې احمد یا محمود به څه ووایي.

ترکیې د تیرکال لهناکامې کودتا نه څو ورځې وروسته بیړنی حالت اعلان کړ چې د حکومتي چارواکو په وینا د هغه تهدید د دوام مخه ونیسي چې په امریکا کې د میشت دیني عالم فتح الله گولن نه چې ترکیه یې د ناکامې کودتا طراح بولي ورپیښه ده.

ولسمشر اردوغان وویل: سبا به د هیواد امنیت شورا غونډه په بیړني حالت بحث وکړي او حکومت ته به مشوري وکړي چې د بیړني حالت قانون بیا وغځوي.

جمهور رئیس اردوغان دا څرگندونې نن یکشنبې د پارلمان له ودانۍ نه دباندې را ټولو شویو خلکو ته وکړې. هغوی د جولای میاشتې د ١٥ مې نیټې ناکامې کودتا په مناسبت را غونډ شوي وو. ٢٥٠ تنه د کودتا د شنډولو په هڅو کې او شاوخوا ٣٥ کودتاچیان ووژل شول. په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو په درناوي د څو شیبو لپاره چوپتیا غوره شوه.

بل خوا د ترکیې مخالف گوند وایي حکومت د تیر کال د ناکامې کودتا په اړه د بشپړو تحیقاتو مخه ډب کړې ده. د جمهوري غوښتونکي خلکو د گوند ویاند بلنت تزچن وایي حکومت د ناکامې کودتا د یادونې مراسمو سره هڅه کوي چې یو جعلي تاریخ ولیکي. خو د ترکیې جمهور رئیس په نننۍ وینا کې د سوریایي مهاجرو د مخنیوي په بدل کې ترکانو ته اروپا ته د ویزې نه پرته د تگ راتگ ناکامې معاملې ته د اشارې په ترڅ کېپر اروپایي اتحادیې هم کلک انتقاد وکړ.

هغه وویل که که مونږ د هغو دښمنانو نومول پیل کړو چې غواړي پر مونږ برید وکړي نو د نړیوالو له خوا به د جدي بحران سره مخامخ شو، که چېرې قوي ونه اوسوو نو دا خلک به مویوه ورځ ژوند ته پرې نږدي.

د تیرکال د کودتا نه وروسته هغه مهال د ترکیې او د لویدیځو هیوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې چې د ترکیې حکومت په پراخه کچه د خلکو ځپل پیل کړ. شاوخوا ١٥٠ زره خلک یې له دندونه لرې کړل او ٥٠ زره یې له فتح الله گولن سره د لاس لرلو په تور بندیان کړل. خو فتح الله گولن د ترکیې په ناکامه کودتا کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG