د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیه سره د ترمپ د ژمنې عملي کول- کردانو سره د مرستې ختمول


امریکا: د سوریې په رقه ښار کې د ماموریت له بشپړیدو وروسته به له کردي جنگیالیو نه وسلې بیرته واخلي.
امریکا: د سوریې په رقه ښار کې د ماموریت له بشپړیدو وروسته به له کردي جنگیالیو نه وسلې بیرته واخلي.

ترکي چارواکي وایي انقره په سوریې کې د کردي ملیشو سره د امریکا د پوځي مرستو د بندیدو ژمنه له نږدې څاري چې ایا ولسمشر ترمپ د ولسمشر اردوغان سره کړې ژمنې ته درناوی کوي که نه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ترمپ د خپل سیال رجب طیب اردغان سره د تیلفون له لارې په خبرو کې ژمنه کړې ده چې کردي جنگیالو ته به نور پوځي مرستې نه ورکوي.

ښاغلي اوغلو د ولسمشر ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې ویلي یې و دغه بې منطقه کار باید لا دمخه پای ته رسیدلی وای.

امریکا ویلي د سوریې په رقه ښار کې د ماموریت له بشپړیدو وروسته به له کردي جنگیالیو نه وسلې بیرته واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي ساندرز د دوشنبې په ورځ وویل جمهور رئیس ترمپ هوډ کړی و چې په سوریې کې به د داعش د ماتولو لپاره د هغو سمیه ایزو ډلو سره مرسته وکړي چې د تندلارو په وړاندې جنگیږي.

میرمن هکبي زیاته کړه اوس چې دغه تش په نامه خلافت ماتیدو ته نږدې دی، نور نو متحده ایالات کردي جنگیالیو ته خپلې مرستې کموي.

سپینه ماڼۍ تر اوسه دا نده تاییده کړې چې د ترکیې د جمهور رئیس سره څه ژمنې شوې دي

خو د ترکیې صدر اعظم بن علي یلدرم د دوشنبې په ورځ د جمهور رئیس ترمپ د پریکړې هرکلی وکړ.

انقره سوریې کې د دموکراتیکو قوا جنگیالو ته چې کردان دي، د ترهگرې ډلې په سترگه گوري چې په ترکیې کې د کردستان د پي کې کې ډلې سره تړاو لري او انقره ورباندې بندیز لگولی.

خو متحده ایالات کرد پیشممرگه ډله په سوریې کې د داعش په وړاندې جگړه کې ډیره گټوره بولې او د ترکیې د خوښې خلاف یې ملاتړ کړی.

خو په سوریې کې د کردانو یو مقام په سوریې کې د کردي ملیشو په وړاندې د امریکا د دریځ د بدلون خبره رد کړه.

د کردانو د خودمختارې سیمې د بهرنیو چارو یو مقام عبدالکریم عمر وایي د ترکیې له خوا خپور شوی بیان ناسم دی.

په سوریې کې عامه کردان د متحده ایالاتو د دوامدارو مرستو په هکله ډیر خوشبینه دي.

د سوریې یو کرد اوسیدونکی فیض احمد وایي په دې باور دی کله چې د سوریې په شمال کې د امریکا گټې پای ته ورسیدې نو د سوریې دموکراتیکو قواو سره به خپل ملاتړ بند کړي او هم به هغه خلک یوازې پریږدي چې تر دیکتاتوري رژیم کې تر فشار لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG