د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان ته د انتقادي لیک له کبله ۱۰ ډګر جنرالان نیول شوي


د استانبول په بوسفوروس تنګي کې د ترکیې د سمندري قواو یوه بیړۍ
د استانبول په بوسفوروس تنګي کې د ترکیې د سمندري قواو یوه بیړۍ

ترکیې د دوشنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) ددې هیواد د سمندي ځواکونو ۱۰ متقاعد ډګر جنرالان جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ته د یو انتقادي پرانیستي لیک د استولو په غبرګون کې نیولي دي.

دغو مشهورو متقاعدو سمندري ډګر جنرالانو د استانبول د یو کانال پر پروژې باندې چې تیره میاشت په رسمي توګه منل شوی، انتقاد کړی دی.

ترکیه غواړي د استانبول په اوبو کې د پاناما او یا سویز کانال په څیر د سوداګریزو کښتیو لپاره یوه لار جوړه کړي؛ کومه پروژه چې په ۱۹۳۶ کې د سویس په مونترکس کې د ترکیې له خوا د لاس لیک شوي تړون د ژمنو سره، سر نه لګوي. دغه تړون د تورې بحرې د حوزې د هیوادونو پرته د نورو سمندري بیړیو تک راتګ محدودوي.

د ترکیې دغه نوې پروژه چې د ۴۵ کیلو مترو په اوږدوالي د مارمارا بحیره د تورې بحیرې سره نښلوي د ترکیې د سمندري قواو د ۱۰۴ متقاعدو ډګر جنرالانو په اند د ترکیې په ګټه نده او د هغوی په وینا موجود تړون «د ترکیې ګټې ښه خوندي کوي.»

د مونترکس تړون د تورې بحیرې د غیر پوځي کولو په نیت شوی چې د بوسفوروس او داردانیلیس د تنګې له لارې مدیترانې بحیرې ته د تلونکو سوداکریزو او سمندري بیړیو لپاره یې سخت مقررات وضع کړي دي.

ترکي متقاعدو جنرالانو په خپل لیک کې ویلي: «پدې وروستیو کې د مونترکس تړون باندې پدې هدف بحث پیل شوی چې د نړیوالو تړونونو څخه ووځي او د استانبول د کانال پروژه د اندیښنې وړ ده.»

د انقرې د څارنوال دفتر ویلي چې د لسو تنو د نیولو امر شوی او څلور تنه نور د انقرې د پولیسو دفتر د رپوټ ورکولو لپاره غوښتل شوي، خو هغوی به د عمر د زیاتوالي له کبله بندیان نشي.

د ترکیې ملي تلویزیون ویلي چې دوی «د اساسي قانون د حکم په وړاندې له زور او تاوتریخوالي نه په کار اخیستلو» تورن دي.

ترکیي مقاماتو دغه لیک ته په غوسه غبرګون ښودلی او ادعا یې کړې چې داسې ښکاري چې دا د کودتا لپاره یو غږ وي.

کودتاګانې په ترکیه کې یوه حساسه موضوع ده ځکه ددې هیواد پوځ چې ځان د هیواد سیکولر اساسي قانون ته ژمن ګڼي، د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ یې درې ځلي پوځي کودتاګانې کړې دي.

د ترکیې جمهور رئیس چې د پارلمان له تصویب پرته د تړونونو څخه د ترکیې ایستلو واک ترلاسه کړی، تیره میاشت یې ترکیه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوال تړون څخه وایستله.

XS
SM
MD
LG