د ترکېې حاکم گوند د یکشنبی د ورځ د ښاروالیو په انتخاباتو کې له ډیروسختو سیالیو سره مخامخ شو. رایو ورکوونکیو ښاروالان، د شوری غړي، اداري کسان او ښارونو لپاره سلاکاران انتخاب کړل.
مبصرین وايي دغو انتخاباتو ته زیاترو رایو ورکوونکیو د ولسمشر رجب طیب ا ردوغان د گوند د کاري کفایت او اهلیت په برخه کې د ریفرنډم په توگه کتل.
رپوټونه وايی چی د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردووان په محلی انتخاباتو کې له یولړ ستونزو سره مخامخ دی او دهغه گوند په پایتخت انقره کې د ښاروالیو انتخابات بایلل. ابتدايی ارزونیڅرگندوی چی د مخالف گوند کاندیدان په ډېر کم ا کثریت دهغه د عدالت او انکشاف له گوند نه د هیواد په سترو ښارونو لکه انقره، استانبول او نور و ښارونوکې مخکی دی.
په انقره کې مخالف CHP یعنې دخلکو جمهوریت گوند تر پنځوس فیصدو زیاتی راېې گټلیې دي. خو د ولسمشر اردوواندعدالت اوانکشاف گوند یااې کی پي په ۴٧ فیصدو کی راوان دی.
دترکېې ولسمشر رجب طیب اوردووان او دهغه میرمن هم په استانبول کې د یکشنبی په ورځ د رایو په حوزه کې راېې ورکړلې.
د ترکیی دا ځايي انتخابات په داسی وخت کېږی چی په هېواد کې اقتصادي رکود، مالی تورم او ترکي لېرې د قېمت د خارجی اسعارو په مقابل کې په تنزل کې روان دی. اقتصادی رکود ډیر ترکاان آینده ته اندېښمن کړي دي.
یو ترکي رایه ورکوونکی اورهان کووباجک وايي: په دې هېواد کې ځوانان بی روزگاردي. موږدهغو خلکو په سخت حآلت پوهېږو چې وظایف نلري. د حل یوازینۍ لاره د وظایفو منځته راوستل دي. ماخپله رایه په همدی لاره کې ورکړله. "
خو په ترکیه کې دنورومسایلو په برخه کې هم ا ندېښنی شته دی. مثلا یوشمیر وايی چی داهیواد د مطلقه ْحکومت په لوري روان دی. د کمال اتاترک په وخت کې، پهترکیه کې د یوه عصری او سیکولر حکومت بنسټ ایښودل شوی و، اوپر اردوغان دا انتقاد دی چی هڅه کوی د اتاترک دوخت اغېزې له منځه یوسی.
آی جه سیزر دانقری یوه رایه ورکوونکې میرمن وايي: زموږ یوه ستره ستونزه هم داده او بله بیکاری ده. د رسنیو او پروپاگند له لارې ډیر نظریات پرموږ تپل کېږی. د ځوانانو په حیث به موږ د اتا ترک په لاره ځو او دهغه میراث به خوندی وساتو."
کمال ا تاترک د معاصری ترکیی بنسټ ایښودونکی گڼل کېږی او اولین جمهوررئیس و. یوشمیر ترکان د اینده په باب خوشبین نه ښکاري. هغوی د خپلو اندېښنو لپاره نور دلایل هم بیانوي.
ترکي رایه ورکوونکی خاقان اکیوریک وايي: زه اینده ته خوشبین نه یم او کارونه سم روان ندي. ډیرشیان اقتصادی عوامل لري. زه فکر نه کوم هغه تعلیم چی زه ېې لرم هغه کافی دی. زه فکر نه کوم کورني اوبهرني مسایل په سم لوري روا ن دي."
د ترکیی د کردي اقلیت ستونزه هم د کورنیو مسایلو په جمله کې یوه ستونزه ده. رپوټونه وايي کردان به کرد پلوه د موکراتیک گوند ته راېې ورکړي. خو ډیری وايی ښايي کو م ستر توپېر منځته رانه ولي.
کمال اولسوی په دیار بکر کې د تیاتر هنرمند وايي: " انتخابات دلته د یورسمی دود په توگه دایریږي؛ څو اردووان ته مشروعیت ورکړي. نور مسایل تفاوت نه کوي، هغه بیاهم دخپلې خوښې کارونه کوي.
په محلی انتخاباتو کې درایو شمیر او څرنگوالی د د رایو ورکوونکیو نظریات د سترو گوندونو په برخه کې ښکاره کوی. په دې جمله کې انتخابات په استانبول اوانقره کې په خاصه توگه ارزښت لری.
د ښاغلی ا ردووان اسلامی پلوه گوند چې له ٢٠٠٢ کال راهیسی په قدرت کې دی اوس په دې دوه سترو ښارونو کې له سختو سیالیو سره مخامخ دی. مخالف سیاستوال په دریم ستر ښار ازمیر کې هم د گټلو هڅې کوي.که دانتایج تصدیق شي نو دا به دښاغلی اردو وان گوند ته یو سخت گوزار وگڼل شي.