د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: دا ټاکنې ښي چې ترکان ثبات غواړي


کرد پلوه لېبرال گوند او د ملی تحریک گوند به هم په راتلونکی پارلمان کې ځای ولري.
کرد پلوه لېبرال گوند او د ملی تحریک گوند به هم په راتلونکی پارلمان کې ځای ولري.

د ترکیې د ولسمشر واکمن گوند عدالت او انکشاف په حیرانوونکې توگه د یکشنبی د ورځې پارلماني ټاکنې وگټلې او په هېواد کې به یو واکمن یو گوندي نظام رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې دي چې دې گوند پنځه مېاشتی مخکې خپل اکثریت بایللی و او د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅو یې هم چندان نتیجه نه وه ورکړې.

د دوشنبی په ورځ د وخته تقریبا د ټولو رایو شمیرلو څرگند کړله چی د انکشاف او عدالت گوند یا AKP څه کم پنځوس فیصده راېې گټلی دي او اټکل کېږی چی ښايي د پارلمان د ٥٥٠ څوکیو له جملی نه ٣١٧ وگټي.

په دغه کچه بری تر مخکني اټکل نه هم زښت ډېر دی. پانگوال هیله من دي چی دا کار به په ټولنه کې سیاسي بې ثباتي پایته ورسوي او له اقتصادي پرمختگ او د ترکیې د پولي واحد لېرې له ثبات سره به مرسته وکړي.

اردوغان په یوه جومات کې وروسته له هغه نه چی د خپل مور او پلار زیارت ته ورغی وویل چی پکار ده نړۍ یو څه درنښت او هوښیارتوب څرگند کړي، که څه هم ما تر اوسه پورې داسې څه له نړۍ نه لیدلي ندي. د هغه اشاره د لویدیځ رسینو ته وه چی اکثره د ترکېې په اړه له نیوکو نه ډکې خپرونې کوی.

نړۍ والو څارونکیو د دوشنبی په ورځ وویل ټاکنې آزادې او سوله ئېزې وې، خو پر رسنیو باندې ېې د ټاکنو په پیل کې محدودیتونه وغندل. هغوی دا هم وویل چی د سترې درغلۍ نښې نښانې نه لیدل کېدلې.

د اروپايي اتحاد د بهرنې پالیسۍ مشرې فیدېریکا موگیریني د ترکیې په ټاکنو کې د ٨٥ فیصدو رایو ورکوونکیو گډون وستایه او وې ویل دا دیموکراسۍ ته د ترکېې د خلکو ژمنتوب څرگندوي. هغې وویل د ٢٨ هیوادونو دا ډله به له ترکېې سره د اړیکو په پر مخ بېولو کې کار وکړي.

د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکېل وویل دا اوس د ترکېې لپاره مهمه ده چی د اسلامی دولت د ډلې په شمول د خپلو نورو ستونزو چاره هم وکړي.

خو د نړۍ مرکزی بانک د اردوغان د سخت دریځو پالیسو له امله په اقتصادي څانگه او د ترکېې د پولی واحد په هکله اندېښنی څرگندې کړې دي.

له بلې خوا احمد داود اوغلو د ترکېې صدراعظم د بري په وینا کې پر ټولو گوندونو باندې چې ملي شوری ته داخلېږي غږ وکړ چی یو نوی ملکی او ملی اساسی قانون جوړ کړی چی د هغه پر بنسټ د باور وړ ټاکنیز نظام، او روڼ حکومت او سیاست منځته راشي.

هغه زیاته کړله چی پکارده په داسی حکومت کې د ملکی، او لیبرال اساسی قانون او هغه بدلون لپاره په گډه کار وکړو چی د کودتا نه وروسته اساسی قانون کې منځته راځي.

ابتدايی نتایجو دا هم څرگنده کړله چی مهم مخالف گوند د خلکو جمهوری گوند یا CHP پنځه ویشت فیصده راېې وگټی. کمال کیلیچ اوغلو د خلکو د جمهوری گوند مشر وویل ".. موږ خپلې راېې زیاتی کړلې خو ځانونه بریالي نه بولو، ځکه چی راېې مو زېاتی کړلې، په ملی شوری کې زموږ د گوند د استازوشمېر هم زیات شو، خوموږ داهم لاسته راوړنه نه بولو. لاسته راوړنه، هغه ده چی قدرت ته ورسیږو."

همدارنگه کرد پلوه لېبرال گوند یا د خلکو دیموکراتیک گوند او ملی تحریک گوند به هم په راتلونکی پارلمان کې ځای ولري.

صلاح الدین دیمېرتس د خلکو د دیموکراتیک گوند مشر له انتخاباتونه وروسته وویل "د ترکېې خلکو د ټاکنو نتایج په ډېره خوشالۍ مه لمانځئ. که څه هم یوه سیاسی گوند تقریبا په سلوکی پنځوس راېې گټلې دي. دا ځکه چی په دې کې د یادونې وړ شمېر خلک په وېره کې ژوند کوي. هغه وایي ډاډ ورکوي چی د وېرې ځای نشته دی او هېڅوک دې نه بېریږي."

د دې ټاکنو نتایجو د ترکېې په جنوب ختیځو سېمو کې مظاهرې هم راوپارولی. په دې کې زېاتره مظاهرې د کردانو په مهم ښار دیار بکر کې وې. د دیار بکر خلک زیاتره کردان دي.

XS
SM
MD
LG