د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان کامیابي اعلان کړه- مخالفین یې نه مني


د ترکیې د انتخاباتو لمړني نتایج ښیي چې د اوسني ولسمشر طیب اردوغان واکمن د ای کی گوند گټونکی دی. اردوغان به د وروستي بري سره خپله د ١٥ کلنۍ واکمنۍ دوره لا نوره وغځوي.

طیب اردوغان ادعا کړی چې د هغه واکمن د ای کی گوند د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی بری ترلاسه کړیدی خو د هغه سیاسي مخالفه گوند لا تروسه خپل ماتی ندی منلی.

پداسې حال کې چې د رایو شمیر لا دوام لري، اردوغان ملت ته په یوې وینا کې وویل چې زمونږ ولس مونږ ته د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست د دندو مسولیت را سپارلی دی. هغه زیاته کړه چې هیله لري څوک به د خپل ماتی د پټولو لپاره د انتخاباتو په نتایجو نیوکی و نکړي او دیموکراسۍ ته به تاوان و نه رسوي.

د ای کی گوند یو چارواکي وویل چې طیب اردوغان د ٥٢٪ نه زیاتې رایې گټلې. د یادونې وړ ده چې په ترکېې کې د حکومت د جوړولو لپاره ٥٠٪ رایو گټلو ته اړتیا ده.

د ای کی سیاسي متحد گوند د ایم ایچ پي گوند هم د یکشنبې په انتخاباتو کې د توقع نه زیاتې رای اخیستي دي چې دا به د ولسمشر طیب اردوغان سره د حکومت په جوړیدو کې مرسته وکړي.

د ای کې گوند سیاسي مخالفینو د انتخاباتو په شفافیت نیوکې کړیدي او وایي چې د دولتي خبري اژانس لخوا چې کوم نتایج خپاره شویدي په هغې شک لري.

XS
SM
MD
LG