د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: له اروپايې ټولنې سره د مهاجرت تړون له خطر سره مخامخ دی


مرستندویه ډلې اروپايې ټولنه د خپلو ژمنو او مسؤلیتونو په نه سرته رسولو تورنوي.
مرستندویه ډلې اروپايې ټولنه د خپلو ژمنو او مسؤلیتونو په نه سرته رسولو تورنوي.

له منځني ختیځ او آسیا څخه یونان ته د پناه غوښتونکو د راتګ د مخنيوي په موخه د اروپايې ټولنې او ترکیې له تړون څخه یو کال تیریږي.

د شپږو میلیاردو ډالرو په ارزښت د مرستو په بدل کې یاده معامله بریالۍ بلل شوې ځکه چې شمیرې ښیې چې یونان ته د مهاجرینو راتګ ۹۰ فیصده راکم شوی دی.

خو مرستندویه ادارې بیا پدې باور دي چې په کمپونو کې پراته ۶۰ زره پناه غوښتونکي له سخت کړاو سره مخامخ دي او لازمې مرستې نه دي رسول شوي.

مرستندویه ډلې اروپايې ټولنه د خپلو ژمنو او مسؤلیتونو په نه سرته رسولو تورنوي.

د بې سرحده ډاکټرانو د مؤسسې بلجیم میشتي کارکوونکي، ډیکلن باري امریکا غږ ته وویل: " یقیناً کله چې مونږ د ناروغانو درملنه کوو او د هغوي کړاو وینو نو دا ټوله د اروپایې ټولنې او ترکیې د معاملې پایله ده. موږ یې کامیابي نشو بللی. د انسانانو په اصطلاح دا یوه ناکامي ده."

د اروپایې ټولنې چارواکي وایې چې د انسانانو د قاچاق وړونکو د مخنیوي له لارې یې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی دی.

د کډوالو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر، دیمتريس اوراموپولوس وایې چې له ترکیې سره د اروپایې ټولنې موافقه بریالۍ وه؛ د تیرکال په پرتله د مهاجرو راتګ راکم شوی دی، کله چې لس زره کسانو د ترکیې له لارې اورپا ته ځانونه ورسول.

اوراموپولوس د اروپایې ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د مهاجرو منلو ته زور ورکړی.

فرانسې له ترکیې سره د یوه تړون له مخې ژمنه کړې چې په لبنان کې میشت ۵۰۰ سوریايي کډوال مني.

خو لدې ټولو سره سره، د ترکیې حکومت خبرداری ورکړی چې د کډوالو په اړه یې له اروپا سره تړون له خطر سره مخامخ دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو ویلي چې اروپايې هېوادونه ددغه تړون له مخې ترکي اتباعو ته له ویزې پرته د سفر اسانتیاوي ندي برابرې کړي. خو اروپایې ټولنې له ترکیې غوښتي چې لومړی دې ددغه هېواد د ترهګرۍ ضد قوانینو کې اصلاحات راولي.

XS
SM
MD
LG