د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان وایي اروپا د ترهگرو سازمانونو خوا نیسي


د ترکیې جمهور رئیس اردوغان په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال
د ترکیې جمهور رئیس اردوغان په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د اروپایي پارلمان رایه چې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په هکله خبرې وځنډیږي، "زمونږ په نظر بې ارزښته دي".

اروپایي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په ۴٧٩ موافقو، ٣٧ مخالفو او ١٠٧ ممتنعو رائیو سره یو غیر الزامي پریکړه لیک تصویب کړ چې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب پر سر خبرې دې وځنډول شي.

دوی وایي دغه خبرې دې تر هغه وځنډول شي تر څو چې انقره په هیواد کې اصطراري حالت پای ته ورسوي.

د پارلمان له رای اچونې سره سره اروپایي چارواکو ویلي دي چې د ترکیې سره اوږدمهاله خو ناموافقه خبرې باید سمدلاسه ونه درول شي.

په ترکیه د ناکامې کودتا وروسته د ترکي مقاماتو له لورې په پراخه توگه د مخالفینو د نیولو او بندي کولو په وړاندې اروپایي ټولنې او نړیوالو سازمانونو په غبرگون کې ویلي چې دا کار د حکومت د سیاسي مخالفینو د ځپلو په معنی دي. خو ښاغلي اردوغان د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا اروپا په دې تورنه کړه چې د ترهگریزو سازمانونو اړخ نیسي.

ښاغلي اردوغان په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل " په وار وار مو دا روښانه کړې چې مونږ د اروپایي ټولنې د زیات شمیر غړو هیوادونو په پرتله اروپایي ارزښتونو ته پاملرنه کوو، خو مونږ د غربي ملگرو له لورې ټینگ ملاتړ نه دی لیدلی او په هیڅ وعده وفا نه ده شوې".

هغه د چارشنبې په ورځ د اروپایي پارلمان له رای اچونې دمخه ویلي وو چې "سبا ته اروپایي پارلمان غونډه کوي او د ترکیې سره د اروپایي ټولنې د خبرو په اړه رایه ورکوي... که نتیجه هر څه وي، دغه رایه زمونږ له نظره ارزښت نه لري".

په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته د مخالفینو پر وړاندې د هغه هیواد د سخت چلند په وجه د اروپایي پارلمان مخکښو غړو د سه شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د غړیتوب پر سر د خبرو د ځنډولو غږ وکړ.

له ناکامې کودتا وروسته په ترکیه کې د عسکرو، پوهانو، قاضیانو، ژورنالیستانو او کردي مشرانو په گډون څه دپاسه ١٢٥٠٠٠ کسان په کودتا کې د لاس لرلو په تور توقیف شوي او یا هم بې درکه کړای شوي دي. دغه عمل د مخالفینو، بشري حقونو د ډلو او یو شمیر لویدیځو متحدینو له لورې د حکومت د ټولو مخالفینو د ځپلو هڅه گڼل کیږي.

خو ښاغلی اردوغان وایي چې د حکومت اقداماتو تر ډیره حده په امریکا کې د میشت روحاني فتح الله گولن شبکه کمزورې کړې ده چې د هغه په وینا پلویانو یې د څو لسیزو راهیسې په دولتي ادارو کې نفوذ کړی و او بیا یې د وروستۍ ناکامې کودتا هڅه وکړله.

خو هغه ځلې اروپا په دې ملامته کړې چې د کردستان د کارگر گوند غړو ته یې پناه ورکړې ده. دغه گوند د درې لسیزو راهسیې د ترکیې د دولت پر ضد مبارزه کوي، اروپایي ټولنه او د امریکا متحده ایالات یې ترهگره ډله بولي.

خو اردوغان وایي چې اروپایي ټولنه له یوې خوا "پي کی کی" یوه ترهگره ډله گڼي او له بلې خوا "تروریستان په آزاده توگه د بروکسل په کوڅو کې گرځي".

XS
SM
MD
LG