د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه بحث کوي چې ترکیه دې ددغې ټولنې غړې شي که نه


ترکي مقاماتو د ناکامې کودتا راهیسې شاوخوا ٣٨٠٠٠ کسان بندیان کړي او څه دپاسه ١٠٠٠٠٠ نور یې له حکومتي دندو ایستلي دي
ترکي مقاماتو د ناکامې کودتا راهیسې شاوخوا ٣٨٠٠٠ کسان بندیان کړي او څه دپاسه ١٠٠٠٠٠ نور یې له حکومتي دندو ایستلي دي

اروپایي ټولنې د سه شنبې په ورځ په دې بحث وکړ چې په دې ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب پر سر خبرې څنگه پرمخ بوزي.

اروپایي ټولنه غواړي د ترکیې د جولاۍ میاشتې د ناکامې کودتا وروسته د ترکي مقاماتو له لورې د سخت امنیتي چلند په وجه په دې ټولنه کې د غړیتوب لپاره د هغه هیواد سره خبرې وځنډوي.

د دوشنبې په ورځ اتریش وغوښتل چې د ترکیې سره د غړیتوب پر سر خبرې وځنډول شي. ددې هیواد د بهرنیو چارو ویزر سبیستیان کورز وویل "دا غلطه ده چې د غړیتوب خبرو ته دوام ورکړل شي، داسې ښکاري چې په ترکیه کې هیڅ نه دي پیښ شوی".

په تیرو څو میاشتو کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په امر په زرگونو وگړي بندیان شوي او په زرگونو نور له خپلو ندو شړل شوي دي. اروپایي ټولنه د ترکیې حالات څاري ځکه چې دا اتحادیه ترکیې ته د مهاجرینو د کړکیچ په هکله اړتیا لري او احتیاط کوي چې ښاغلی اردوغان ناراضه نه کړي.

اروپایي ټولنې ترکیې ته د غړیتوب لپاره د چټکو خبرو، ترکانو ته له ویزې پرته سفر کولو او په هغه هیواد کې میشتو سوري مهاجرو لپاره د میلیاردونو یورو د ورکړې ژمنه کړې چې انقره د هغو په زرگونو مهاجرو مخه ونیسي چې اروپا ته د رسیدلو هڅه کوي.

خو په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو او اروپایي چارو وزیران په بروکسل کې ددې ټولنې د پراخېدو پر سر خبرې کوي، د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ډیدیر ریندرز وایي هیواد به یې "ووایي چې دا نا ممکنه ده چې د غړیتوب د پروسې لپاره نوې پاڼه پرانستل شي".

ښاغلی ریندرز وایي دا مهمه ده چې په ترهگرۍ ضد جگړې کې او د هغو بهرنیو جگړه مارانو په اړه د معلومات په تبادلې کې چې سوریې او عراق ته سفر کوي د ترکیې سره همکاري وشي او د مهاجرو د کړکیچ سم مدیریت وشي. خو د هغه په وینا "دا مشکله ده چې په ترکیې کې دې دا ډول حالات نور هم دوام وکړي".

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ډیدیر ریندرز په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د وزیرانو په غونډه کې
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ډیدیر ریندرز په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د وزیرانو په غونډه کې

ترکي مقاماتو د جولاۍ د میاشتې د ١٥ ناکامې کودتا راهیسې شاوخوا ٣٨٠٠٠ کسان بندیان کړي او څه دپاسه ١٠٠٠٠٠ نور یې د وسله والو ځواکونو په گډون له حکومتي دندو ایستلي دي.

د سه شنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت کاوسوگلو وویل "د درس ورکولو پر ځای راځئ په گډه په مساوي توگه کار وکړو".

خو داسې ښکاري چې اتریش او بلجیم په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب سره په مخالفت کې د ټولنې د نورو غړو لږ ملاتړ لري. حتی د اروپا لپاره د جرمني د دولت وزیر میکل روت د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې "مونږ باید په دې سختو حالاتو کې هیڅ دروازه ونه تړوو".

ترکیې د ٢٠٠٥ کال په اکتوبر کې په ارپوایي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خبرې پیل کړې، خو ددې ټولنې د نورو کاندیدانو په پرتله د اروپایي سره ددې هیواد خبرې ډیر ورو پرمخ ځي.

XS
SM
MD
LG