د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، ترکیې ته F-35 جنگي جت الوتکې ورکوي


اف-٣٥ جنگي جت الوتکه
اف-٣٥ جنگي جت الوتکه

د امریکا د کانگرس له مخالفت سره سره د ترکیې حکومت په روانه اونۍ کې په امریکا کې جوړې شوې اف-٣٥ جنگي جت الوتکې ترلاسه کوي.

پنتاگون یا د امریکا د دفاع وزارت مقاماتو د امریکا غږ ته ویلي دي چې د لاکهیډ مارتین شرکت چې اف-٣٥ جنگي جت الوتکې تولیدوي ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د تکزاس په ایالت کې ترکیې د دغو الوتکو د ورکولو مراسم نیسي. هغه ترکي پیلوټان ددغو الوتکو د چلولو زده کړې دې کړي دمخه امریکا ته راغلي دي.

د امریکا د کانگرس سنا او د استازو مجلس دواړو په ترکیې باندې د اف-٣٥ جنگي جت الوتکو له خرڅلاو سره مخالف دي.

د امریکا د کانگرس غړي په ترکیه کې د امریکایي عیسوي روحاني د زنداني کیدو او همداشان د ترکیې د هغه پلان په اړه اندیښمن دي چې غواړي د روسیې نه د هوایي دفاع S-400 سیستم واخلي. کاگرس همداشان ویلي دي چې د ترکیې له خوا ددغه سیستم په کار اچول د ناټو سازمان امنیت ته گواښ پیښوي.

د واشنگټن او انقرې ترمنځ د یو لړ اختلافونو سره سره ترکیه د ناټو سازمان او امریکا متحده ده او د ٢٠٠٢ کال راهیسې په امریکا کې د جوړو شویو اف-٣٥ جت الوتکو د پروگرام گډون کونکی ده چې پیلوټانو یې هم په امریکا کې ددې الوتکو د پرواز زده کړې کړې دي..

اف-٣٥ پرمختللې جنگي جت الوتکې دي چې د نړۍ په پرمختللې تکنالوژۍ سنبالې دي او فوق العاده پوځي ځواک دی.

ددې جنگي جت الوتکو اعظمي سرعت د غږ د سرعت نه ١،٦ چنده زیات دی او کولای شي په یو ساعت کې ۱۹۳۰ کیلو متر واټن ووهي.

دغه جت الوتکې کولای شي په لنډه فاصله کې والوزي او په عین وخت کې کولای شي په عمدي توگه کښني.

XS
SM
MD
LG