د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او یونان تر منځ د ټاپوګانو د ملکیت پر سر د اړیکو ترینګلتیا په پراخېدو ده


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایجین په ساحل کې په پوځي تمرینونو بوختې جیټ الوتکې ګوري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایجین په ساحل کې په پوځي تمرینونو بوختې جیټ الوتکې ګوري.

د ترکیې او یونان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د ایجین او مدیترانې په سمندرګیو کې د یو شمیر ټاپوګانو د ملکیت په سر د شته جنجال له کبله مخ په زیاتېدو ده.

که له یوې خوا د ترکیې پوځ د خپلو کلنیو پوځي تمرینونو په لړ کې د یونان ټاپوګانو ته نږدې په اوبو او وچه کې تمرین پیل کړی، له بلې خوا یونان هم د خپل پوځ غښتلي کولو ته دوام ورکوي او ځان د خپل ترکي سیال کچې ته نږدې کوي. دغه کار په داسې حال کې ترسره کیږي چې دواړه هیوادونه د ایجین او مدیترانې په سمندرګیو کې د یو شمیر ټاپوګانو د ملکیت په سر جنجال لري.

د نړیوالو اړیکو د شنونکې صنم ایدین دوزګیت په آند، د ترکیې او یونان اوسنۍ اړیکې په سیاسي کچې ډیرې ترینګلې دي. هغې وویل: "علت یې د مدیترانیې په ختیځه برخه کې په انډولونو کې بدلون او د ترکیې کورني سیاستونه دي، چې د ملتپالنې پر اساس د بهرنۍ پالیسۍ د جوړلو لور ته تمایل لري."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل، د ترکیې ځواکونه کولی شي یوه شپه هغو یوناني ټاپوګانو ته ورشي چې انقره یې د غیر پوځي کولو غوښتنه کوي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر بیا له اوکراین څخه په دې وروستیو کې د لیدنې پرمهال، ترکیه له روسیې سره پرتله کړه.

دواړه لوري په داسې حال کې د یو بل پرخلاف پارونکې څرګندونې کوي چې د یوه او بل قلمرو ته د دواړو هیوادونو د جنګي الوتکو ننوتل په عادي پېښو بدل شویدي.

د ترکیې د جمهوري ریاست سلاکار مسعود کسین وویل: "سبا یا هره بله ورځ، که چیرې د ترکیې په الوتکو، کښتیو او یا هم ټانکونو باندې ډزې وشي، ترکیه یې باید ځواب ووايي. خو دغه ځواب کیدلی شي جنګ ته شدت ورکړي او د جنګ شروع کول اسانه خو ختمول یې سخت دي."

خو د ناټو د دغو دواړو غړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا او ګواښونه کومه نوې خبره نده.

دواړه هیوادونه له یو اوبل سره تماس ساتي. د ترکیې دفاع وزیر خپل یوناني سیال ته بلنه ورکړې چې ترکیې ته ورشي.

شنونکي په دې باور دي چې دواړه هیوادنه د ترینګلتیاوو په مدیریت کې تجربه لري.

د کدیرهاس پوهنتون ښوونکي سرهت ګیونک وویل: "پخوا د دواړو هیوادونو ترمنځ ناوړه پېښې رامنځته شويدي خو له نېکه مرغه په پراخ جنګ نه دې بدلې شوي. دواړه خواوې د دې ډول پېښو سره د چال چلند لپاره خپل میکانیزمونه لري. ترهغه وخته پورې چې یو اړخ، سیاسي اراده ونه لري چې دغه شخړه د جنګ درجې ته لوړه کړي، زه د کومې پېښې د رامنځته کېدو احتمال نه وینم."

خو په ټاکنو پورې اړوند سیاستونه د دغې ترینګلتیا د پیچلي کېدو لاملونه دي، ځکه د دواړو هیوادونو مشران د راتلونکي کال په کېدونکو ټاکنو کې د بیاځلې ټاکل کېدو تمه لري.

د بروکنګز انسټټیوټ څېړونکې، اصلي آیدنتاسباس په دې نظر ده چې دغه موضوع په ترکیې او یونان دواړو کې ډیره مهمه ده، ځکه په دواړو هیوادونو کې په راتلونکي کال کې ټاکنې کیږي. هغې زیاته کړه: "د دواړو هیوادونو مشران خپل خلک د یوه احتمالي ملي هدف، یا مقابلې او یا هم د زور د ښودلو لپاره چمتو کوي."

ترکیه اویونان له کلونو راهیسې د دوه اړخیزو ترینګلتیاوو د اداره کولو تجربه لري. دغه تجربه به په دواړو هیوادونو کې په کېدونکو ټاکنو کې وازمایل شي.

XS
SM
MD
LG