د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د تیلو صادراتو په سر مخالفتونه؛ ترکیه کې ټانکرونه بند پاتې دي


استانبول ته څېرمه بند پاتې ټانکرونه
استانبول ته څېرمه بند پاتې ټانکرونه

د ترکیې د استانبول ښار ته څېرمه په اوبو کې له څو ورځو راهیسې ګڼ شمېر د تېلو لېږدوونکې سترې بیړۍ د ترکیې او ددغه هېواد د لویدیځو متحدینو ترمنځ د مخالفت له امله بندې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځو هېوادونو له خوا د روسیې تېلو ته د نرخ له ټاکل کېدو وروسته، انقره هڅه کوي پدې اړه د لویدیځ له فشارونو سره سره، نوي مقررات وضع کړي.

پر مسکو باندې د تازه لګول شویو بندیزونو په اساس، د بیمې شرکتونه د هغو بیړیو له بیمه کولو منع شوي دي چې د روسیې هغه تیل لېږدوي .

د لویدیځ د بیمې شرکتونه استدلال کوي چې ترکیه له استانبول څخه د تیریدونکو ټانکرونو څخه په داسې حال کې د بیمې غوښتنه کوي چې که دغه ټانکرونه د روسیې د تیلو دپاره د ټاکل شوي نرخ له قانون څخه سرغړونه وکړي نو ښايي پر انقرې بندیزونه ولګیږي.

خو په قطر کې د ترکیې پخوانی سفیر او د انرژۍ سلاکار، میثات ریندي وویل: "که چیرې یو ټانکر چې خام یا تصفیه شوي تیل لیږدوي او د ترکیې په اوبو کې له استانبول ښار څخه تیریږي چې ۱۶ میلیونه نفوس لري، باید اجناس یې بیمه ولري. په دې اوبو کې د بېړیو د ټکر او تیلو چپه کیدو پېښو ته بیمه پکار ده. ځکه چې ټکرونه او د تیلو تویېدل جدي ستونزه ده."

ترکیه نه یوازې د روسیې د تیلو لیږدوونکو بلکې ټولو ټانکرونو څخه د بیمې غوښتنه کوي. دې کار د واشنګټن نارضایتي راپارولې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېیر وویل: "موږ له ترکیې سره پدې اړه په تماس کې یو چې ټاکل شوی نرخ یوازې د روسیې د تیلو دپاره دی او ددې اړتیا نشته چې د ترکیې له اوبو څخه تېرېدونکي ټولې بیړۍ دې اضافه وپلټل شي. زموږ د معلوماتو له مخې، هلته بند پاتې ټانکرونه ټول د روسیې تېل نه لېږدوي."

په عین وخت کې د روسیې بیړیو نړیوال بندیزونه له پامه غورځولي او د انقرې د بیمې غوښتنه یې منلې ده. ځینې ماهرین وايي، انقره ښايي له خپلو متحدینو څخه د امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې وي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ انستیتیوت سیاسي شنونکي یوروک ایسیک وویل: "د ترکیې حکومت او ولسمشر خوښوي چې لوبه وکړي، خپل واک وکاروي او په بېلابیلو مسلو معامله وکړي. که هوکړه و نه شي، نو دا به یوه ستونزه وي. اوسنی بند پاتې حالت د اندیښنې وړ دی."

انقره له واشنګټن سره پر نورو مسایلو لکه د امریکايي جنګي جیټ الوتکو د پېرلو پر سر هم جنجال لري چې قرارداد یې د امریکا د کانګرس پرېکړې ته بند پاتې دی.

خو د دوشنبې په ورځ د پرمختګ څرک ولیدل شو او پنځه ټانکرونه له استانبول څخه تېر شول. په شمالي نیمه کره کې راروان سخت ژمي ته په کتو، شنونکي وايي، پدې اړه هوکړه ښايي وخت ونیسي.

د انرژۍ سلاکار میثات ریندي د استانبول په ۲۰ یا ۳۰ کیلومترۍ کې په نفتو بار ټانکرونو توقف "خورا خطرناک" بولي.

په داسې حال کې چې استانبول ته نور ټانکرونه پر لار دي، شنونکي وايي له دغه په ټپه ولاړ حال څخه د وتلو د لارې چارې موندلو دپاره فشارونه نور هم مخ په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG