د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په عراق کې یو پوځي کنډک ځای پر ځای کړی


عراق د ترکیې دا کار غندلي او د عسکرو د ایستلو غوښتنه یې کړې
عراق د ترکیې دا کار غندلي او د عسکرو د ایستلو غوښتنه یې کړې

د ترکیې چارواکی وايي یوه پوځي قطع یې د عراق د موصل په ښار کې ځای پر ځای کړیده چې د عراقي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش په خلاف د جګړې لپاره په ګډه مشق او تمرین وکړي.

امریکایي چارواکو امریکا غږ ته وویل چې دا عسکر د امریکا په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو په چوکاټ کې ندي بلکه د عراق او ترکیې تر منځ د توافق پر اساس هلته ځای پر ځای شویدي.

په همدې حال کې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دفتر په یوې اعلامیې کې د ترکیې دا اقدام غندلی او د انقرې نه یې غوښتي دي چې خپل عسکر دې د عراق د خاورې نه وباسي.

د ترکیې چارواکي وایي دغه عسکر د موصل ښار د وشیقه په سیمې کې ځای پر ځای شویدي. د موصل ښار د اسلامی دولت په لاس کې دی.

د ترکیې د خاصو عملیاتو ځواکونو پخوا هم په عراق کې د داعش په خلاف جنګیدونکي ځواکونه روزل. د ترکیې مطبوعات وایي دا نوي عسکر چې ذره موټر او ټانکونه هم ورسره دي، د دغو ځواکونو ځای به ونیسي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلی چې د ترکیې د ځواکونو یو کنډک د عراق په سرحد کې ځای پر ځای شویدي.

XS
SM
MD
LG