د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان په ناټو کې د سویډن او فلنډ غړیتوب سره مخالفت وښود


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان جمعه مې ۱۳ (غوایي۲۳) د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټو) کې فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو سره مخالتف څرګند کړ.

پداسې حال کې چې انقره د مسکو سره نږدې اړیکې پالي خو په عین وخت کې د ناټو بشپړ غړی هم دی او دا حق لري چې پدې سازمان کې د یو هیواد د غړیتوب په هکله د هو او نه رایه ورکړي.

خو د مبصرینو په اند په ناټو کې د دې اروپایي هیوادونو د یو ځای کیدو سره مخالفت ښایي د ناټو سازمان په برخې کې د ترکیې د وفادارۍ په هکله پوښتنې پیدا شي.

جمهور رئیس اردوغان پدې هکله خبریالانو ته وویل، "مونږ د فنلنډ او سویډن په هکله پرمختګونه تعقیبوو خو مونږ مثبت نظر نلرو".

د ترکیې مشر د ناټو د سازمان سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو سره د مخالفت د څرګندولو دلیل روښانه نکړ خو خو دومره یې وویل چې د ترکیې د پخوانیو حکومتونو سهوې به تکرار نکړي.

هغه زیاته کړه، " د ترکیې پخوانیو حکومتونو د یونان د غړیتوب په هکله سهوه کړې او تاسو اوس د ترکیې سره د یونان په رویې خبر یاست".

یونان او ترکیه دواړه ګاونډیان او د ناټو غړي هیوادونه دي. دوي د اجین په بحیره کې د ځینو سیمو د ملکیت پر سر د جنجال تر څنګ په ګڼ شمیر نورو مسایلو کې هم د یو بل سره جوړ ندي.

خو د سیاسي چارو کارپوه حسین باکچي چې د ترکیې په پایخت انقرې کې د بهرنۍ پالیسۍ په انسټیټوټ کې کار کوي، امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلي اردوغان دا پریکړه ښایي تر ډیره حده د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د نږدې اړیکو په خاطر وي.

هغه وویل، "ترکیه د روسیې سره ښې اړیکې لري او روسیه (ترکیې ته) دفاعي سیستمونه ورکوي او بله دا چې ترکیه په اوس وخت کې او په آینده کې د ترکیې لپاره د انرژۍ د برابرولو تر ټولو برابرونکی هیواد دی".

دغه کارپوه همدرانګه وویل چې پخپله ښاغلی اردوغان د ښاغلي پوتین سره هم ښې اړیکې لري او ښایي د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو سره د مخالفت د څرګندونو یو دلیل یې دا هم وي.

خو دا لومړی ځل ندی چې د ناټو دا غړی هیواد ترکیه د دې سازمان سره په ټکر کې راخي. تر دې وړاندې د متحده ایالاتو او ناټو د غړیو هیوادونو د مخالفتونو سره سره، ترکیې د روسیې څخه د توغندیو د دفاع (S-400) سیستم واخیست.

متحده ایالاتو د دې اقدام له کبله په ترکیې نظامي بندیزونه هم ولګول.

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د پوځ د خریدارۍ په ادارې د امریکا د صادراتو په ټولو جوازونو او پورونو ورکولو بندیز ولګاوه او د دې ادارې په مشر یې هم امریکا ته د سفر کولو او دارایۍ ساتلو بندیز لګولی دی.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د خبرداریو سره سره چې ترکیې ته یې ویلي وو د روسیې نه د S-400 دفاعي سیستم اخیستل د ناټو د غړیتوب سره برابر ندي.

XS
SM
MD
LG