د لاس رسي وړ اتصالات

د ټولشمول حکومت جوړېدل د کابل هوايي ډګر مدیریت لپاره د ترکیې نوی شرط


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

ترکیه وایي وړاندې تر دې چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د چارو د تنظیم په برخې کې کومه موافقه وشي، هیله لري چې په افغانستان کې حکومت ټولشموله شي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د امریکا د سي بي ایس تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې په افغانستان کې حکومت ټولشموله ندی او ټولو قشرونو ته پکې برخه نده ورکړل شوې.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، "تر څو چې دا پوښتنه وي، مونږ به افغانستان کې حضور ونلرو. خو که حکومت ټولشموله شي، مونږ به هلته اوسو."

د ترکیي جمهور رئیس پدې مرکې کې ونه ویل چې د طالبانو په سرپرستې کابینې کې کومې ډلې یا قوم ته برخه نده ورکړل شوې خو زیاته یې کړه چې هیله لري په افغانستان کې میرمنو ته د ژوند په ټولو چارو کې برخه ورکړل شي.

اردوغان زیاته کړه، " کله چې میرمنې د ژوند په مختلفو اړخونو کې فعالې شي، مونږ یې ملاتړ کوو. "

د طالبانو لخوا په اعلان شوې سرپرستې کابینې کې تقریباً ټول طالب چارواکي دي او هیڅ یوه میرمن پکې نشته.

د ترکیي جمهور رئیس د کابل د نړیوال هوایي ډګر د چارو د تنظیم په هکله د په بلجیم کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره د همدې کال د جون په میاشت کې ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په ترڅ کې خبرې کړې وې.

وړاندې تر دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، ترکیې پلان درلود چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت او چارو سمبالښت په غاړه واخلي خو د طالبانو د راتګ نه وروسته چې امریکایي ځواکونه د افغانستان نه ووتل، ترکیې هم خپل پوځ وایست.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه سوداګریزې الوتنې ندي شوي او یوازې د متحده ایالاتو په مشرۍ د تخلیې په بهیر کې په نظامي او چارتر شویو الوتکو کې زرګونه کسان د دې هوایي ډګر نه ووتل.

طالبانو په تازه اقدام کې د نړیوالو الوتنو د بېرته پیل کیدو غوښتنه کړې او د بهرنیو هوایي شرکتونو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کې ټولې موجودې ستونزې حل شوې دي.

XS
SM
MD
LG