د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته تلوونکي افغانان ۱۴ورځې قرنطین کیږي


ترکیه وایي سر له نن جون لومړۍ نیټې (غبرګولي ۱۱) د افغانستان په ګډون د څو هیوادونو مسافر دې هیواد ته د رسیدو پر وخت باید ۱۴ورځې قرنطین شي.

په کابل کې د ترکیې سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، هغه کسان چې له افغانستان، نیپال، بنګله‌دیش، هند، پاکستان، سریلانکا، جنوبي افریقا او برازیل څخه ترکیې ته سفر کوي باید د کوویډ۱۹ناروغۍ منفي نتیجه وړاندې کړي چې لږ تر لږه ۷۲ساعته مخکې له سفر څخه یې اخیستې وي.

پدغه خبرپاڼه کې همداشان ویل شوي چې د دغو هیوادونو د اتباعو سربیره هغه کسان هم باید د کروناویروس د ازموینې منفي نتیجه وړاندې کړي چې پدې هیوادونو کې یې ۱۴ورځې تیرې کړې وي.

ترکیې ویلي دي چې د ۱۴ورځو قرنطین وروسته مسافر د کروناویروس لپاره معاینه کیږي او یواځې د منفي نتیجې په صورت کې ورته د بهر تللو اجازه ورکول کیږي او که نتیجه یې منفي نه وي نورې ۱۴ورځې هم باید په قرنطین کې تیرې کړي تر څو نتیجه یې منفي شي.

ترکیې دغه تصمیم پداسې حال کې نیولی چې افغانستان تازه د کروناویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه لګولي دي او په څو ولایتونو کې یې د زده کړو موسسې او ښوونځي تړلي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر له ۷۰زرو اووښتی دی او تر اوسه پدې هیواد کې ۳۰۰۷تنه ددغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG