د لاس رسي وړ اتصالات

د ختیځ حلب نه د ملکیانو وتل په دوه ورځو کې بشپړیږي


روسیه او ترکیه واېي توقع کوي چې د حلب له محاصره شویو ختیځو برخو نه به د ملکېانو او د رژیم د مخالفانو د وتلو کار په دوه ورځو کې بشپړ شي. د ترکیې حکومت ووېل چې ٣٧٠٠٠ کسان وتلي دي او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

دا اعلان د سی شنبی په ورځ د ترکېي او روسېي د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکوکې له خپل ملاقات نه وروسته وکړ.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اووغلو خبرېالانو ته ووېل "هدف دادی چې باقي پاتې ټول کسان هم راووېستل شي."

د روسېې، ایران او د ترکېي د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې غونډه وکړه او په سورېه کې ېي د جنگ د ختمولو لپاره مشورې وکړلې.

د روسېې د بهرنیو چارو وزیر،سرگي لاوروف خبرېالانو ته ووېل چې ایران، روسېي او ترکیې په سوریه کې د خپل نفوذ نه په استفاده له جنگ ځپلو سیمو نه د خلکو د راویستلو پروسه بیرته له پېل کړه.

سرگي لاوروف زیاته کړه " ېوه مسوده تېاره شوی ده."

XS
SM
MD
LG