د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې سوریه کې د روسیې سره د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په مسکو کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وکتل.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په مسکو کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وکتل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې غواړي په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف مبارزه کې د روسیې سره په ګډه کار وکړي.

د ترکیې د دې وړاندیز نه مخکې د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو سره وکتل او د اړیکو په رغولو یې موافقه کړې وه.

ښاغلي اوغلو همدارنګه ویلي دي چې ترکیه به په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف هوایي بریدونه بیرته پیل کړي. دا بریدونه پروسږکال د نومبر په میاشت کې هغه وخت بند شول کله چې د ترکیې جنګې الوتکو د روسیې یو هیلوکوپتر وویشت او نکسور یې کړ.

روسییې د دې اقدام په ځواب کې د ترکیې سرحد سره نږدې د لیرې واټن توغندیو یو سیستم ځای پر ځای کړ او هم یې په ترکیې یو لړ اقتصادي او نور بندیزونه ولګول. خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې " داعش زمونږ ګډ دښمن دی او د روسیې نه مو د ګډې مبارزې غوښتنه کړیده. "

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال میخایل بوګدانوف د ترکیې د غوښتنې هرکلی کړی. ښاغلي بوګدانوف ویلي دي چې
" ترکیه زمونږ مهم ملګری دی. "

امریکا د ترکیې او روسیې د نظامي همکارۍ هرکلی کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابیت ټروډیو وایي که چیرته په سوریه کې د ترکیې او روسیې نظامي همکاري "په ریښتیا هم د داعش د ډلې په خلاف و دوي یې هر کلي. "

د وزارت ویاندې په خبري کنفرانس کې وویل چې " که چیرته روسیه په ریښتیني توګه غواړي چې په سوریه کې د اسلامي دولت په خلاف مبارزه کول غواړي مونږ یې پدې برخې کې د هغوي علاقه مندۍ ته هرکلی وایو ځکه چې دغه ډله د ټولې نړۍ لپآره ګواښ دی. "

XS
SM
MD
LG