د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وایي عراق کې یې ۲۳ کردي وسله وال وژلي


د ترکیې د دفاع وزرات وایي جنګي الوتکو یې په عراق کې دننه د کردي وسله والو مرکزونه ویشتلي او ۲۳ تنه یې وژلي دي.

وزارت یکشنبه اکټوبر ۲ (تلې۱۰) ویلي چې ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو د عراق په شمال کې د آسوس په سیمه کې چې کنټرول یې د کردستان د سیمه ایز حکومت په لاس کې دی، دا برید کړی او ښایي چې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې په هوایي برید کې د کردي وسله والو ۱۶ هدفونه په غرنۍ سیمې کې په نښه شویدي.

دا لومړی ځل ندی چې ترکي ځواکونه په عراق کې کردي وسله وال په نښه کوي بلکې دا هیواد د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا په عراق کې دننه د کردانو د کارګر ګوند په وسله والو بریدونه کوي او وایي دا کار ځکه کوي چې په ترکیې د بریدونو مخه ونیسي.

ترکیې همدرانګه د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د دې وسله والو په خلاف ځمکني او هوایي عملیات هم پیل کړل.

د عراق تر څنګ د ترکیې پوځ په سوریه کې هم د کردي وسله والو په خلاف جنګیږي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د یکشنبې په ورځ د یو ترکي پولیس افسر د وژل کیدو په بدل کې یې په کردي وسله والو بریدونه کړي او ۷ "ترهګر" یې وژلي دي.

د (YPG) په نامه د کردانو وسله والې ډلې په یوې رسمي اعلامیې کې ویلي و چې د سوریې د الباب نظامي اډې سره نږدې برید دوی کړی و.

د کردانو دا ډله د اسلامي دولت یا داعش سره په جګړې کې یې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سره پراخه همکاري درلوده، د کردانو د کارګر ګوند (PKK) سره اړیکه لري خو سره لدې چې متحده ایالات او اروپایي اتحادیه د پي کې کې ډله ترهګره بولې خو د (YPG) ډله یې بیا د ترهګرو په لیست کې نده راوستې.

XS
SM
MD
LG