د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ترکي ځواکونو په سوریه کې د داعش یو مشر وژلی


د سوریې حکومت او داعش ډلې تر اوسه د القریشي د وژل کیدو په هکله تبصره نده کړې.
د سوریې حکومت او داعش ډلې تر اوسه د القریشي د وژل کیدو په هکله تبصره نده کړې.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د دې هیواد د استخباراتو ادارې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشکوک مشر په عملیاتو کې وژلی دی.

ښاغلي اردوغان یکشنبه اپریل ۳۰ (غوایي۱۰) په تلویزیون کې اعلان وکړ چې د "ابو حسین القریشي په نامه د داعش مشکوک مشر تیره ورځ د ترکیې د استخباراتي ادارې لخوا په عملیاتو کې ووژل شو".

د ترکیې جمهور رئیس پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې د داعش دا جګپوړی غړی چیرته وژل شوی.

خو د سوریې په شمال کې د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال ویلي چې د ترکیې د استخباراتو ادارې اجنټانو او سیمه ایزو نظامي پولیسو چې ترکیه یې ملاتړ کوي، د سوریې په شمال لویدیځ کې د عفرین په سیمې کې د شنبې په ورځ یوه سیمه کلا بنده کړې وه.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو هم ویلي چې عملیات پداسې یو باغ شوي چې د مدرسې لپاره ترې کار اخیستل کیده. د سوریې حکومت او داعش تر اوسه د القریشي د وژل کیدو په هکله څه ندي ویلي.

د اسلامي دولت ډلې تیر کال د نومبر د میاشتې په ۳۰ مې نیټې وروسته تر هغه چې پخوانی مشر یې ابو حسن الهاشمي القریشي وژل کیدل یې تائید کړل تر څنګ یې دا اعلان هم وکړ چې ابو حسین القریشي یې چې مستعار نوم دی، خپل نوی مشر ټاکلی.

دا لومړی ځل ندی چې ترکیه په سوریې کې د داعش ډلې په خلاف عملیات کوي او د جګپوړي غړي د وژلو یا نیولو ادعا یې کوي. ترکیې تیر کال د سپټمبر په میاشت کې هم ویلي و چې د داعش یو جګپوړی غړی یې نیولی.

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي وو چې د نیول شوي کس اصلي نوم بشار خطاب غزال الصميدعي دی او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې چې د جولای په میاشت کې یې خپور کړی و، الصميدعي یې د دې "ترهګر سازمان" یو جګپوړی اجرائیوي مشر بللی و.

سره لدې چې ښاغلی اردوغان دا شخص یوازې په سوریه کې د داعش یو جګپوړی چارواکی بللی و خو په ترکیه کې بیا مطبوعاتو ویلي داسې نښې شته چې ښایي نیول شوی شخص ابو حسن الهاشمي القریشي و چې د عراق اوسیدونکی و او ځان یې د ټول داعش "خلیفه" باله.

د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم القریشي هم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د سوریې په شمال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د امریکايي ځواکونو له خوا د هغه د نیولو د مخنیوي لپاره په ایښول شوی بم ور برابر شو. د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۰مه، داعش د القریشي وژل تایید کړل او ابوالحسن الهاشمي القریشي یې د دې ډلې د نوي مشر په توګه معرفي کړ.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۱۹ کال یرغلیز بریدونه د دې لامل شول چې داعش سخت دریځي په هغه هېواد کې خپلې وروستۍ سیمې له لاسه ورکړي او له هغه وخت راهیسې د داعش جنګیالي تر ډېره د سوریې په دښتو کې په خپلو پټنځایونو کې پټ شوي او په سیمه کې کله ناکله بریدونه ترسره کوي.

د القریشي د وژل کیدو څخه څه باندې یوه میاشت وروسته داعش د خپل مشر وژل کیدل تائید کړل او د هغه پر ځای یې د ابو حسن الهاشمي القریشي د نوي مشر په توګه ټاکل کیدل اعلان کړل.

امریکایي ځواکونو د داعش پخواني مشر ابو بکر البغدادي هم په یوې چاپې کې وژلی و.

سره لدې چې داعش په عراق او سوریه کې له منځه تللې خو د دې ډلې غړي لا هم د سوریې په لیرې پرتو دښتو او غرونو کې پراته دي او وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG