د لاس رسي وړ اتصالات

شننه: په سوریه کې د امریکا او ترکیې معامله یا ستر قمار


کردان شاوخوا ٢٥ میلیونه نفوس لري چې په ترکیه، سوریه، عراق او ایران کې ٢٥خواره واره پراته دي او له اوږدې مودې راهسیې د یو خپلواک هیواد د لرلو هڅه کوي.
کردان شاوخوا ٢٥ میلیونه نفوس لري چې په ترکیه، سوریه، عراق او ایران کې ٢٥خواره واره پراته دي او له اوږدې مودې راهسیې د یو خپلواک هیواد د لرلو هڅه کوي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې کې د اسلامي دولت د جنگیالیو پر ضد په گډې مبارزې موافقه کړې ده چې د څیړونکو په اند په اصل کې یو ډول ستر قمار دی.

د اسوشیتید پرس اژانس په لیکنه، په داسې حال کې چې د دوی موخې په ځینو مواردو کې سره ورته دي، خو په نورو برخو کې بیا سره پوره توپیر لري، په ځانگړې توگه په دې هکله چې د کُردي جنگیالیو پر وړاندې چې په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جنگیږي څه ډول موقف غوره کړي، او همدغه د دوی ترمنځ د ستونزې اصلي موضوع ده.

ولسمشر اردوغان غواړي چې د اسلامي دولت د ډلې د سخت دریځو پر وړاندې دننه په خپله خاوره کې مبارزه وکړي چې د ترکیې او سوریې ترمنځ له پولې څخه په آزاده توگه تگ راتگ کوي. خو د هغه تر ټولو ستر لومړیتوب چې د ترکیې له کورني سیاست څخه سرچینه اخلي، د ترکیې په جنوبي پولو کې د کُردانو د مخ په ودې قدرت مخنیوی دی.

انقره اندیښمنه ده چې په عراق او سوریه کې د کُردانو لاس ته راوړنې، د یو جلا هیواد د لرلو لپاره د هغوی د روحیې په پیاوړي کیدو سره په ترکیه کې د کُردانو د یاغیگرۍ د راژوندي کیدو سبب کیږي.

تر دې وخته پورې اردوغان په سوریه کې د داعش پر لیکو باندې په هوایي بریدونو سره د عراق په شمال کې د کردستان د کارگر گوند پر جنگیالیو هم بریدونه کړي دي. د جولای د میاشتې په ٢٧ په سوریه کردي جنگیالیو ادعا وکړه چې د ترکیې له لورې پرې د توپونو ډزې شوی دي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د یو ترکي چارواکي له خولې ویلي چې ترکي ځواکونو په دغه پیښه کې یواځې متقابله ډزې کړي دي او د کُردي پوځونو پر اډو باندې یې د کوم پوځي اقدام نیت نه دی درلودلی.

د تیرې میاشتې راهیسې چې ترکیې او امریکا د داعش پر ضد په گډه مبارزه موافقه کړې، ترکي پوځي الوتکو د عراق په شمال کې د کردستان د کارگر گوند د جنگیالیو پر مرچلو او د ترکیې په جنوب ختیځ کې پر کردي ځواکونو تقریبا هره ورځ بریدونه کړي دي.

امریکایي ځواکونه د ترکیې د انجرلیک هوایي اډې ته لاس رسی لري چې د سوریې پلوې ته نژدې موقعیت لري. همداشان ترکي سرتیري ددې اډې څخه په استفادې سره د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو پر ضد هم هوایي بریدونه کوي.

د شننونکو په اند کیدای شي په دې برخه کې متحده ایالاتو ته زیان ورسیږي، ځکه په سوریه کې د داعش پر ضد د واشنگټن ډیر اغیزمن پیاده ځواکونه، کُردي جنگیالي دي. که څه هم چې انقرې ژمنه کړې ده چې پر کردي جنگیالیو به برید نه کوي، خو په عمل کې داسې نه دي شوي.

د امریکا پوهنتون استاد ستیفن تنکل، وایي ټولو ته څرگنده ده چې ترکیه په هغه اندازه چې د کردانو ټکول غواړي هومره د داعش پر ضد جگړې ته نیت نه لري. دا امریکایي شننونکی وایي چې د داعش پر ضد جگړې ته د ترکیې په کش کولو سره د هغې د لگښت په پرتله یو مثبت کار دی.

کردان چې شمیر یې په ترکیه، سوریه، عراق او ایران کې ٢٥ میلیونو ته رسیږي، له اوږدې مودې راهسیې د یو خپلواک هیواد په هڅه بوخت دي. د سوریې د کورنۍ جگړې له پیل راهیسې یې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي چې هیله یې نه کیده او هغه سیمې یې چې خپله خاوره یې گڼي د داعش له نفوذ څخه ساتلی دي

د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د هوایي بریدونو په مرسته کردي جنگیالیو وکړای شول چې د له اوږدې جگړې وروسته د جنورۍ په میاست کې د سوریې د کوباني ښار څخه د داعش د ډلې سخت دریځه جنگیالي وباسي. د جون په میاشت کې کردان په دې بریالي شول چې د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي د تل ابیض له ښارگوټي څخه هم وباسي.

تر دوه کاله دمخه پورې کردانو په عراق کې د خپلو اډو له لارې د ترکیې په جنوب ختیځو پولو د هغه هیواد سره په جگړه بوخت وو. دا جگړه چې د درې لسیزو راهیسې روانه وه او په کې لږ تر لږه ٣٧ زره کسان وژل شوي دي بالاخره په ٢٠١٣ کال کې د دوه اړخیزو خبرو له لارې د سولې په کولو سره ارامه شوه.

د داعش پر ضد د کردي متحدینو سره په نوې موافقې متحده ایالات په یو مشکل موقف کې واقع شوي دي. د رپوټونو له مخې سپینې ماڼۍ د عراق په شمال کې د پوځي اقداماتو په هکله ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چیرته چې کردان ادعا کوي چې د ترکي ځواکونو په بریدونو کې غیر پوځیان وژل شوي دي.

خو د کردستان د کارگر گوند د جنگیالیو له لورې پر ترکي سرتیرو باندې متقابل بریدونو د ترکیې د دولتي ځواکونو او د کردي یاغیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی چې د نویو پیښو په ترڅ کې په ترکیه لږ تر لږه ٢۴ تنه وژل شوي چې اکثر یې سرتیري دي.

XS
SM
MD
LG