د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د روسيې او لویدیځ د اعتماد احیا کیدل به لسیزې وخت ونیسي 


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته د غرب او مسکو ترمنځ د باور بیا راژوندي کیدل به "لسګونه کلونه" وخت ونیسي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د هنګري د بهرنیو چارو له وزیر پیتر زیجارتو، سره په یو کډ خبري کنفرانس کې وویل: "البته چې مونږ د یوې نوې سړې جګړې د پیل کیدو شاهد یو."

ښاغلي چاووش اوغلو وویل: "ښایي په لسګونو کلونه وخت ونیسي چې باور بیا رامنځته شي، خو باور لرم چې د اوربند لپاره باید سمدستي ګامونه پورته شي."

ترکیه چې د روسیې او اوکراین سره ګرمې او نژدې اړیکې لري، هڅه کوي چې ددغو دوو هیوادونو ترمنځ په جګړه کې چې نژدې د دوو میاشتو راهیسې روانه ده، منځګړیتوب وکړي.

د ناټو د غړي په توګه ترکیې اوکراین ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي خړ انقرې پر مسکو باندې د لویدیځ د بندیزونو سره له یو ځای کیدو ځان لرې ساتلی دی.

ترکیې تر اوسه د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو دوه ځلې کوربتوب کړی دی که څه هم چې دغو مذاکراتو تر اوسه کومه عمده نتیجه نده ورکړې.

ترکي مقاماتو ویلي چې په بوچا ښارګوټي کې د روسي پوځیانو د ظلمونو په اړه ادعاوی او د اوکراین د ریل ګاډي پر یړ تم ځای باندې د رړسیې راکټي برید ددې سبب شوي چې د انقرې په منځګړیتوب د سولې خبرې کډې وډې شي.

سره له دې چې روسیې د اوکراین پر ختیځ باندې تازه بریدونو ته زور ورکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې لا هم د دپلوماسۍ لپاره زمینه شته.

پر اوکراین باندې د روسیې یرغل چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، د زرګونو ملکي وګړو د وژل کیدو سربیره څه دپاسه پنځه میلیون اوکراینیان د هیواد نه وتلو ته اړ شوي او لږ تر لږه ۷.۱ میلیون نور دننه په هیواد کې له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

د روسیې بریدونو د اوکراین زیربناو ته په لسګونو میلیارد ډالر تاوان هم اړولی دی.

XS
SM
MD
LG