د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان وایي ترکیه اقتصادي محاصره شوې ده


د اګست په ۱۳ د یو امریکايي ډالر په ۷٫۲ لیرې بدلیدو.
د اګست په ۱۳ د یو امریکايي ډالر په ۷٫۲ لیرې بدلیدو.

د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ (اګست۱۳) وویل پدې پوهیدو چې د ترکیې په اقتصاد به حملې دوام وکړي خو مطمین دی چې لیره (ترکیې پولې واحد) به ډیر ژر خپل ارزښت پیدا کړي.

د ترکیې پیسې د امریکايي ډالر په مقابل کې په بی ساري ډول خپل ارزښت کم کړ او د یو ډالر بیه څه دپاسه اوه لیرو ته پورته شوه.

اردوغان چې وایي د لیره رکود د یو اقتصادي مشکل نه بلکې د یوې دسیسې له مخې شوې، پدې باور دی چې د ترکیې د اقتصاد په اړه ناسم خبرونه خپرول یو خیانت دی او وایي د امریکا وروستي اقدامات د انقرې پرضد د شاه لخوا د چاړې ګوزا کول دي.

اردوغان وایي امریکا په ترکیې د شاڅخه د چاړې ګوزار کړې دی.
اردوغان وایي امریکا په ترکیې د شاڅخه د چاړې ګوزار کړې دی.

د ترکیې لیره د دوشنبې په ورځ د یو ډالر په وړاندې د اوه اعشاریه څلوراویا (۷٫۷۴) نه بیرته ځکه ارزښت پیدا کړ چې د ترکیې مرکزي بانک نغدې پيسې بازار ته۸ عرضه کړې او په ترکیې بانکونو يي د لازمې پس انداز برخه اخستل وځڼډول، خو د لیرې د ارزښت کمیدلو په نړیوالو بازارونو کې لاهم دوام درلود.

یوشمیر خلکو د ترکیې د پولې واحد د ارزښت کمیدو پړه د جمهور رئیس رجب طیب اروغان پر اقتصادي پالیسیو آچولې، ځکه اردوغان په دې ټینگار کوي چی د گټې کچه دې کمه شي او ترڅنګ يي د هغه اړیکې د امریکا سره مخ په خرابیدو دي.

په عیني وخت کې دجرمني صدراعظمې انګیلا مرکل د دوشنبې په ورځ (اګست۱۳) وویل چې جرمني غواړي په ترکیه کې اقتصادي ثبات رامنځ ته شي انقره باید دا ډاډ ورکړي چې د ترکیې مرکزي بانک مستقل پاتی شي. د صدراعظمې میرکل په وینا هیڅوک د ترکیې په اقتصادي بی ثباتۍ کې ګټه نلري، خو دا هڅه باید وشي چې د ترکیې مرکزي بانک خپلواک پاتی شي.

صدراعظمه مرکل وایي د ترکیې مرکزي بانک باید خپلواک وي.
صدراعظمه مرکل وایي د ترکیې مرکزي بانک باید خپلواک وي.

د یکشنبې په ورځ (اګست۱۲) د ترکیې د پولې واحد لیرې د بی کمیدو سره په آسیایې او افریقايي بازارونو کې هم ارزښتونه ټیټ شوو او هرچا کوشش کاوه د امریکايي ډالر، سویسي فرنک او ین په څير پيسې واخلي.

جمهور رئیس اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل "آیا زموږ په صادراتو، تجارت او توریزم کې کمښت راغلی دی؟ نه! نو بیا ددې توپان علت څه دی؟ هیڅ علت نلري."

ددی راپور ویدیویي بڼه دلته لیدی شئ:

د ترکیې اقتصاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

XS
SM
MD
LG