د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او اردوغان یو بل ته ګواښونه کړي 


ولسمشر اردوغان ویلي که بندیزونه هم ولګول شي دوی به یو قدم هم شاته نشي
ولسمشر اردوغان ویلي که بندیزونه هم ولګول شي دوی به یو قدم هم شاته نشي

ټرمپ ګواښنه کړې چې پر ترکیې به بندیزونه ولګوي،‌ او اردغان له امریکا سره د اړیکو د خرابیدو خبرداری ورکړی.

د متحدو ایالتونو او ترکیې ولسمشرانو دونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان یو بل ته ګواښونه کړي دی.

ولسمشر ټرمپ ترکیې ته خبرداری ورکړی که نیول شوی امریکايي مسیحي مبلغ/کشیش اندرو برونسن، له بنده خوشي نکړي، امریکا به بندیزونه ورباندې ولګوي. اندرو برونسن له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې په ترکیه کې و، هلته یې کار او ژوند کاوه.

د ترکیې حکومت هغه د ۲۰۱۶ کال په ناکامې پوځي کودتا کې د لاس لرلو او د ترکیې د کردستان ډلې د ملاتړ په تور ونیوه او بندي یې کړ. هغه ۲۱ میاشتې په زندان کې و، خو اوس له دوو اونیو راهېسې په کور کې دننه بندي دی.

رویټرز خبري اژانس وايي ولسمشر اردوغان هم ګواښ کړی چې د ښاغلي برونسن پر سر به د انقره-واشنګټن اړیکې خرابې شي.

ښاغلي اردوغان د شنبې په ورځ (جولاۍ ۲۸) خبریالانو ته وویل " هغوی نشي کولی چې د بندیزونو له لارې ترکیه شاته کړي. که تحریم ولګول شو، یو ګام هم شا ته نه ځو. هغوی (امریکا) باید دا هېر نکړي چې په دې کار سره به یو ښه ملګری له لاسه ورکړي."

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ژر له خپل ترکي سیال مولود چاوش سره د پادري اندرو برونسن په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG