د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي کردانو ته د ریفرنډم په خاطر د ترکیې او عراق خبرداری


ترکیې د عراق کردانو ته چې د بغدار نه په ریفرنډم کې ېې د خپلواکۍ په ملاتړ په مطلق اکثریت د "هو" رایه ورکړې خبرداری ورکړ چې دهغوي سره به د تیلو په تجارت سخت بندیزونه ولگوي.

ترکیه ځکه دا کار کوي چې په خپل ملک کې ېې هم د کردانو اقلیت اوسیږی اوهغوی هم د آزادۍ لپاره د حکومت په خلاف وسله واله مبارزه کوي.

عراقي کردانو د دوشنبې په ورځ په ریفرنډم کې په لسو کې ٩ کسانو، د خپلواکۍ په طرفدارۍ رایې ورکړي او د دې ملاتړی ول چې د عراق نه جلا شي.

د کردانو دغه ریفرنډم ترکان، د بغداد مرکزي حکومت، سیمه ایز او نړیوال قدرتونه هم په غصه کړي. هغوي دا ویره لري چې دا به په سیمه کې نوي شخړې پیدا کړي.

د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي د فتر ویلې چې د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم سره په ټیلې فون کې ویلي چې ترکیه به یوازې د عراق د مرکزي حکومت سره د تیلو تجارت کوي.‌

د عراق زیاتره تیل د کردي زیرمو څخه د پایپ لاینونو دلارې ترکېې ته انتقال کیږي او که د تیلو دغه صادرات بند شي نو دا به دکردانو سیمه ایز حکومت ته سخت اقتصادي تاوانونه ورورسوي.د کرستان سیمه ایزه حکومت تقریباً ټولې نغدې پیسې د تیلو د تجارت دلارې ترلاسه کوي.

که څه هم ترکېې گواښونه کړی چې په عراق کې د کردانو په نیمه خودمختیاره سیمې اقتصادی بندیزونه به ولگوي خو تراوسه پوری ورته د تیلو انتقال په عادي ډول جریان لری، خو سره ددی هم د ترکیی چارواکو د چهارشنبې راهیسی په کردانو فشار ډیر کړی دی.

د ترکیې صدراعظم بینالې یلدرم دا هم وویل، د ریفرنډم ورسته که د ترکیی په سرحدی سیمو کې که کوم امنیتې گواښ پیښ شو نو په ډیر سختې په ځواب ورکړی.

بلې خوا عراق غواړي چې کردستان ته د خپلواکۍ لپاره د ریفرنډم یا ټول پوښتنې د کولو لپاره سزا ور کړي. د عراق مرکزي حکومت ویلي دي چې د کردستان هوایي فضا تړي او د ترکیې سره په ګډو نظامي تمریناتو کې هم برخه اخلي.

که له یوې خوا کردان د خپلواکۍ لپاره د ریفرنډم یا ټول پوښتنې بریا لمانځي، بل پلو د عراق پارلمان د صدراعظم حیدرالعبادي نه غوښتي دي چې د کرکوک ولایت دې ته عسکر ولیږي.

دغه ولایت د تیلو پریمانه زخیرې لري چې په ٢٠١۴ کال کې کردي ملیشو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه ونیوه او تر اوسه یې واک د هغوي سره دی.

د عراق صدراعظم وویل:" مونږ به د اساسي او د هیواد د نورو قوانینو پر مټ د کردي سیمو په ګډون په ټول عراق کې د مرکزي حکومت واک او اختیار حاکم کړو. مونږ د نورو په شان ګواښ نکوو ځکه ځینو خلکو دا کار پخوا کړی و او په جنجالي سیمو کې یې د زور د لارې خپل واک حام کړی و. مونږ به داسې څه وکړو چې هغوي به حیران شي. مونږ خبرې کمې کوو خو عمل مو زیات دی. "

د عراقي کردانو مشر معسود برزاني د عراق، ایران، ترکیې، متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د سخت مخالفت سره سره د دوشنبې په ورځ د خپلواکۍ یا عراق سره د پاتې کیدو لپاره ریفرنډم وکړ.

کردي مطبوعاتو ویلي چې پدې انتخاباتو کې ۹۰ په سلو کې خلکو د خپلواکۍ غوښتنه کړې. ښاغلي برزاني د عراق د حکومت نه غوښتي چې د ګواښونو پر ځای دې ورسره جدي خبرې وکړي.


XS
SM
MD
LG