د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د داعش ۴۰۰ مشکوک غړي یې نیول شوي


ترکیه وايي په نیول شویو کې یې ډېر بهرنیان دي
ترکیه وايي په نیول شویو کې یې ډېر بهرنیان دي

د ترکیې پولیسو د یکشنبې په ورځ په شپږو ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد عملیات وکړل او په سلګونو کسان یې د داعش سره د اړیکو په تور ونیول.

د ترکیې رسنۍ په دومره شمېر کې د خلکو نیول د خپل ډول بېساري عملیات بولي. د انادول اژانس وايي چې په نیول شویو کې یې ډېر بهرنیان دي.

لږ تر لږه ۱۶۰ تنه په پلازمینه انقره او ۱۵۰ نور بیا د سانلورفا په ایالت کې چې له سوریې سره پوله لري، نیول شوي دي. همدغه راز د ترکیې پولیس وايي چې ۳۰ نور مشکوک کسان یې په قونیه، ۱۰نور د ادیامان په ایالتونو او لسګونه نور یې په ځینو نورو سیمو کې نیولي دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ترکیې تر دې دمه شاوخوا ۷۸۰ تنه نیولي چې ۳۵۰ یې بهرنیان دي. په نیول شویو کسانو کې یې ځیني د ترهګرۍ په تور او له جهادي ډلو ټپلو سره د اړیکو په تور محکوم شوي هم دي.

د ترکیې پولیس داسې مهال د دغو کسانو د نیولو خبره کوي، چې د نوي عیسوي کال په شپه یو وسله وال سړي پر یوه "نايټ کلپ" برید وکړ او ۳۹ تنه یې ووژل.

د ترکیې پولیسو بیا د برید په تور یو مشکوک کس ونیوه چې ادعا کیږي د داعش غړی دی. ترکیه د امریکا په مشرۍ د هغه ایتلاف برخه ده چې په سوریې او د ترکیې او سوریې ترمنځ سرحد کې د یاغیانو او داعش ډلې پر ضد عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG