د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۶ تنه نور د کروناویروس له امله مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ۱۶ تنه چې په کروناویروس اخته و مړه شوي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) ویلي چې له دې شمېرې شپږ تنه په کابل، درې په هرات، درې په بلخ او څلور نور په ننګرهار، کندز، لوګر او غزني ولایتونو کې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د مړینې د تازه پېښو سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۲۸ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د کروناویروس له امله د مړینې تر ټولو زیاتې ۶۲۴ پېښې په کابل کې او ورپسې ۲۸۶ پېښې په هرات او ۱۱۹ پېښې په بلخ کې ثبت شوي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونایروس ۲۱۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې ورسره په دغه هېواد کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمېره ۴۵زره او ۴۹۰ ته رسېدلې ده.

له دې شمېرې څه باندې ۳۶زره بېرته له کروناویروس څخه ښه شوي دي.

دغه ویروس شاوخوا یو کال مخکې د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تراوسه څه باندې ۵۹میلیونه او ۷۸۷ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۹ کسه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG