د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام دویم پړاو ۱۲ لوبډلې معلومې شوې


په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو کې د دولسو لوبډلو نوملړ بشپړ شو.

په لومړي پړاو کې چې اتو لوبډلو پکې برخه درلوده یوازې څلورو لوبډلو (سري لانکا، آیرلنډ، هالنډ او زمبابوې) وکړی شو چې دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

ویسټ انډیز چې دوه ځله یې د دې نړیوال جام اتلولي ګټلې، دا ځل په لومړي پړاو کې یوازې یوه لوبه وګټله او وې نشو کړی چې دویم پړاو ته لار پیدا کاندي.

په دویم پړاو کې دولس لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوې چې په هر ګروپ کې شپږ لوبډلې دي.

افغانستان په لومړي ګروپ کې د کوربه اسټرالیا، نیوزلینډ، انګلینډ، سري لانکا او آیرلینډ سره دی او ټاکل شوې د افغانستان د لوبډلې لومړنۍ لوبه هم شنبه اکټوبر ۲۲ د انګلینډ سره وي.

د افغانستان د لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټرات، چې خپله هم یو وخت د انګلنډ د ملي لوبډلې لوبغاړی و خبریالانو ته وویل چې لوبډله یې له انګلنډ سره لوبې ته چمتو ده. هغه وویل چې لوبغاړو تمرینونه کړي دي او «لوبې ته چمتو» دي.

ښاغلي ټرات د راشد خان او محمد نبي په ګډون د ځینو لوبغاړو نومونه واخیستل چې په خبره یې د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې لوبېږي او ښه لوبغاړي دي

د ۲۰۲۲ نړیوال جام لومړنۍ لوبه د اسټرالیا او نیوزلینډ د لوبډلو تر منځ ده.

په دویم ګروپ کې بیا بنګله دیش، هند، پاکستان، جنوبي افریقا، هالنډ او زمبابوې دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG