د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي افریقا د نڅا په یو کلب کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي


د جنوبي افریقا د ختیځ لندن په بندري ښار کې پولیس د نڅا په یو کلب کې د لږ تر لږه شلو کسانو د مړینې په هکله تحقیقات کوي.

پولیس وایي دا کسان یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) سهار وختي پدې کلب کې مړه شوي خو تر اوسه یې د مړینې علت ندی معلوم. ویل کیږي چې دا کسان د ښوونځي د ژمنیو آزموینو د پای ته رسیدو د لمانځلو لپاره د نڅا پدې کلب کې راټول شوي و.

یوې سیمه ایزې ورځپاڼې ویلي چې د کلب په څوکیو او میزونو د خلکو مړي پراته وي او په بدنونو یې د هیڅ ډول ټپ نښې نښانې نه وې.

د جنوبي افریقا د عامې روغتیا د وزارت ویاندې سیاندا مانانا ویلي چې تر اوسه د دې کسانو مړینې علت ندی تائید شوی. هغې وویل، " مونږ هر څومره ژر چې امکان ولري، د هغوي د عدلي طب معاینات کوو چې د مړینې علت یې معلوم شي. په اوس وخت کې مړه شوي کسان مرده خانو ته وړل شوي".

د نڅا د کلب څښتن هم سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې د پیښې څخه سهار وختي خبر شوی او هغه ته هم نده څرګنده چې دا کسان څه ډول مړه شوي. د کلب مسؤلینو ویلي چې پولیسو ورغلي چې د پیښې په هکله پلټنې وکړي او څرګنده کړې چې دا کسان څنګه مړه شوي.

د جنوبی افریقا په ښار ګوټو کې خلک د شرابو د څښلو اجازه لري خو ځیني وختونه دا ساقي خانې د کورونو په تهکاویو کې جوړیږي چې د خوندیتوب په چارو کې د نمیګړتیاوو له کبله وخت ناوخته پکې دا ډول پیښې کیږي.

XS
SM
MD
LG