د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش ۲۸ جنګیالي وژل شوي


اچین په افغانستان کې دداعش لومړنی مرکز ګڼل کېږي وشمیراوسیدونکي وایي چې دا ډله لا هم د اچین په غرنیو سیمو کې پراخه فعالیت لري.
اچین په افغانستان کې دداعش لومړنی مرکز ګڼل کېږي وشمیراوسیدونکي وایي چې دا ډله لا هم د اچین په غرنیو سیمو کې پراخه فعالیت لري.

دننګرهار چارواکي وايي،چې ددغه ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې دډرون برید او مامخ جګړې له امله د ۱۶ پاکستاني داعش جنګیالیو په ګډون اته ویشت وسله وال وژل شوي او لس نور زخمیان دي.

داچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل،چې دبې پیلوټه الوتکې دغه بریدونه دداعش تر ولکې لاندې دپېخې په سیمه کې شوي دي.

نوموړی وايي په لومړي برید کې چې پر یوه موټر شوی پنځه وسله وال پکې وژل شوي او دویم برید دداعش ډلې یو ټولی په نښه کړی چې په ترڅ کې یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي وژل شوي ټول دپاکستان هېواد اوسېدونکي دي.

غالب زیاتوي،چې په دې وروستیو کې دبې پیلوټه الوتکو او افغان هوايي ځواکونو بریدونو دداعش ملا ماته کړې ده.

اچین دداعش ډلې دراپیدا کېدو لومړنی مرکز ګڼل کېږي.

دهمدې ولسوالۍ یو اوسېدونکي فیصل امریکا غږ ته وویل،چې داعش ډله لاهم داچین او یو شمېر نورو ولسوالیو په نژدې ټولو غرنیو سیمو کې فعاله ده.

همدا راز په ختیځ کې پوځي چارواکو ویلي،چې د کوټ په ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو او داعش ډلې دوسله والو سره یې بیګا شپه سخته جګړه ګړې،چې له امله یې ددغې ډلې دولس غړي وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي دي.

په ختیځ کې د ملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محجمد نعمان هاتفي وايي دغه جګړه د دوه سرې په نوم سیمه کې لومړی دسیمه ییزو پولیسو پر پوسته شوې، چې وروسته د ملي اردو ځواکونو مداخله کړې ده .

هاتفي وايي،چې د وژل شویو داعش جنګیالیو څلور جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چې د بټي کوټ په جګړه کې د داعش ډلې په ډزو دوه ملکي وګړي، چې یوه یې ښځه ده هم لګېدلي او وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي،چې په دغه پېښه کې دوه ملکیان ټپیان هم دي.

تر اوسه دداعش ډلې د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو او د مخامخ جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG