د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د طالبانو دوو ډلو ترمنځ جګړو کې ۲۸ وسله وال وژل شوي


د ملاهبت الله اخوند او ملا رسول د وسله والو ډلو ترمنځ پخوا هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې څو ځله جګړې شوي دي
د ملاهبت الله اخوند او ملا رسول د وسله والو ډلو ترمنځ پخوا هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې څو ځله جګړې شوي دي

د هرات په ولایت کې چارواکي وايي، د دغه ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو د دوو ډلو د قومندانانو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۸ مه) جګړې شوي، چې له امله یې د دواړو خواوو څخه ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ملا هبت الله اخوند او د ملارسول د وسله والو ډلو د قومندانانو ترمنځ د " جوې قاضي، عبدل اباد، ده میرزا قاسم او ده امان" په کلیو کې د پنجشنبې په ورځ جګړې شوي ، چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود.

ښاغلي فرهاد وویل، چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په دغو جګړو کې د سر ډیر زیان د ملا هبت الله اخوند یو قومندان ملاصمد وسله والو ته رسیدلی دی.

هغه وویل، په جګړه کې د ملا صمد قومندان ۱۸ وسله وال وژل شوي او اوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند وویل، کله، چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو پر خلاف د عملیاتو لپاره د جګړې سیمې ته ورغلل ، د وسله والو په ډزو د ملي امنیت د ریاست د عملیاتي قطعې د ټولې رئیس ارکان هم وژل شوی دی.

د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې دمخه هم د طالبانو د دغو دوو ډلو د قومندانانو ترمنځ جګړې شوي، چې له امله یې د دواړو ښکیلو غاړو په لسګونو وسله وال وژل شوي دي.

تراوسه د وسله والو طالبانو دواړو ډلو د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG