د لاس رسي وړ اتصالات

۲۵ زره تنه د الکټرونیکي تذکرو د۴۹۲ پوسټونو لپاره سره رقابت کوي


د الکټرونیکي تذکرو د ادارې چارواکي وایي چې ټاکل شوې د دغو تذکرو د ویشلو لړۍ په راروانو اونیوکې پیل شي.
د الکټرونیکي تذکرو د ادارې چارواکي وایي چې ټاکل شوې د دغو تذکرو د ویشلو لړۍ په راروانو اونیوکې پیل شي.

د الکټرونیکي تذکرو د ویش اداره وايي، چې ددې ادارې د ۴۹۲ خالي پوسټونو لپاره ۲۵۴۸۰ نوماندانو د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته غوښتنلیکونه سپارلي دي، چې د یوې شفافې رقابتي پروسې وروسته به د هغوی غوره نوماندان په همدغو پوسټونو وګمارل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ثبت احوال نفوس اود الکټرونیکي تذکرو د ویش د ملي پروګرام د نوم لیکنې رئيس زمري باهر له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې اداري اصلاحاتو کمیسیون به په دغو پوسټونو د ګمارنې لپاره یو میکانیزم جوړوي او د ازموینو له لارې به ورته وړ کسان ګمارل کیږي.

ښاغلي باهر وویل" ښځو او انجونو ته پکې اولویت ورکول کیږي، ۳۰ په سلو کې ښځې به پدغو پوسټونو وګمارل شي. د نومرو په ورکړه کې هم ښځو ته پنځه په سلو کې امتیاز ورکول کیږي، یعنې که یو نارینه او یوه ښځه مساوي نومرې یوسي نو د ښځینه کاندیدې لپاره ۵ نومرې به زیات ورکړل شي".

د افغان حکومت د رسنیو مرکز په یوې اعلامیې کې، چې د حمل له ۱۳ نه تر شلمې نیټې پورې د اوو ورځو په جریان کې۲۵ زرونه زیاتو کاندیدانو د دندو لپاره د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته غوښتنلیکونه سپارلي دي. اوس ددغو ټولو کاندیدانو اسناد څیړل کیږي چې بیا به د همدغې شمیر څخه د عمومي ازموینې لپاره وروستی لست چمتو شي.

دا اعلامیه وايي، چې د مدني ټولنو استازي به له دې پروسې څارنه کوي.

د الکټرونیکي تذکرو د ویش د ادارې د نوم لیکنې رئيس زمري باهر دا هم وايي، چې هغه کسانو چې په ۱۳۹۱ کال کې د لویې جرګې په خیمه کې ازموینه ورکړې او دې ادارې ته غوره شوي وو، دوی ورته لومړیتوب ورکوي.

د تذکرو د ویش پيل

د الکټرونیکي تذکرو د ویش د نوم لیکنې رئیس وايي، چې دا اداره به په درېیو میاشتو کې خپلې ټولې تیارۍ بشپړې کړي او تر هغې وروسته به د تذکرو ویش عملا پيل شي.

ښاغلي باهر وویل "د ولسمشر د هدایت په اساس مونږ په درېیو میاشتو کې خپل کارونه بشپړوو او عملا د تذکرو ویش پيلوو".

د کورنیو چارو وزارت د ثبت احوال نفوس عمومي رئيس همایون محتاط تېره میاشت ويلي وو، چې د برېښنايي تذکرو د ویش په ازمايښتي شپږو میاشتو کې به پنځه سوه زره افغانانو ته برېښنايي تذکرې ورکړي او د تذکرو لومړی ویش به له کابل ښار نه پيل کړي

د برېښنايي تذکرو ویش که څه هم دوه کاله وخت اخیستی وو او دا پروسه له ځنډ سره مخ وه کابینې د مارچ په دوهمه په خپله ناسته کې د احوال نفوس د ثبت په قانون کې شپږمه ماده تعدیل کړه او په برېښنايي تذکرو کې یې دین، قوم او ملیت ومانه چې ذکر شي.

د احوال نفوس د ثبت قانون توشیح په دغه قانون کې د قوم او دین کلیمو ته د ځای ورکولوپه سر د جنجالونو له امله تر ډېرې مودې ځنډېدلی وو.

ولسمشر غني تیره میاشت دا قانون توشیح کړ چې ورسره د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لپاره لاره هواره شوه.

XS
SM
MD
LG