د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مه کلیزه

پنځه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ (د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه) د امریکا متحده ایالتو په افغانستان کې د طالبانو د لومړي رژیم پر ضد چې ویل کېده القاعده ډلې ته یې پناه ورکړې وه، برید وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د (سپټمبر په ۱۱مه) د القاعدې شبکې ۱۹ غړو د څلورو مسافر وړونکو الوتکو په تښتولو سره په نیویارک او واشنګټن ډي سي کې بریدونه ترسره کړل چې نږدې درې زره کسان یې ووژل.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش له طالبانو غوښتي وو چې د القاعدې مشران وسپاري او د دې شبکې روزنیز کمپونه وتړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش ویلي وو "زه به پر طالبانو په کلکه ټینګار وکړم چې هغه د القاعدې تنظیموونکي موږ ته وسپاري چې د دوی په هېواد کې پټ دي."

د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر دا غوښتنه ونه منله، او په نتیجه کې جګړه رامنځ ته شوه...

له دې وروسته د متحدو ایالتو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د برید امر ورکړ.

ښاغلي بوش ویلي وو"زما په امر، د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې د القاعدې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي. دا په دقت سره په نښه شوي اقدامات د دې لپاره طرحه شوي چې افغانستان د ترهګریزو عملیاتو د اډې په توګه د کارولو مخه ونیسي، او د طالبانو د رژیم پوځي وړتیا په نښه کړي."

د سپټمبر د ۱۱مې څخه د طالبانو تر نسکورېدو پورې

د ۲۰۰۱ کال د (سپټمبر په ۱۱مه) ترهګریز بریدونه د القاعده ډلې د نولسو ترهګرو لخوا چې ۱۵ تنه‌ یې د سعودي عربستان اتباع وو، ترسره شول. په دې بریدونو کې په نیویارک، پنسلوانیا او واشنګټن ډي سي کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

د بن کنفرانس جوړېدل، د لنډمهاله او انتقالي حکومتونو رامنځته کېدل او په پای کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدل، په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې له نورو مستقیمو پایلو څخه وو.

متحده ایالاتو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د «تلپاتې آزادۍ» عملیاتو له پیلولو وروسته، شل کاله نور هم په افغانستان کې پوځي حضور درلود او د جمهوریت له مخالفانو، په شمول د طالبانو، سره یې جګړه وکړه؛ هغه جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په نوم مشهوره شوه.

د جګړې د پای ته رسولو هڅې

له نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې اترې پیل شوې او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې، امریکا ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه او د ائتلاف ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، او طالبانو هم ژمنه وکړه چې القاعدې یا نورو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغه د متحدانو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د تړون په چوکاټ کې د ټولو ځواکونو بشپړ وتل د ۱۴ میاشتو په موده کې اټکل شوي وو.

د دوحې د تړون مراسم
د دوحې د تړون مراسم

د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د جو بایډن له ولسمشر کېدو وروسته، شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې وو. بایډن پرېکړه وکړه چې د ځواکونو وتل بشپړ کړي او په پای کې یې د (اګست ۳۱مه) د امریکايي پوځیانو د حضور وروستۍ نېټه وټاکله.

د ځواکونو د وتلو هم‌مهاله، طالبانو خپل بریدونه پراخ کړل او په لنډه موده کې یې د افغانستان ډېرې برخې ونیولې. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان کابل ته ننوتل.

امریکا د تخلیې د عملیاتو د خوندي کولو لپاره یو شمېر پوځیان بېرته د کابل هوايي ډګر ته ولېږل. د اګست په ۲۶مه، د داعش خراسان یوه ځانمرګي بریدګر د «ابي ګېټ» څېرمه سیمه کې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر یو سلو پنځوس زیات افغانان ووژل شول.

څلور ورځې وروسته، د امریکا وروستۍ پوځي الوتکه له کابل څخه ووتله او د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او له ۲۰ زرو څخه ډېر ټپیان شوي دي.

ولسمشر ټرمپ، چې د دوحې تړون د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لاسلیک شوی و، څو ځله د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وویل چې امریکا باید لومړی خپل اتباع، افغان همکاران او تجهیزات له افغانستان څخه ایستلي وای او پوځیان یې باید په پای کې افغانستان پرېښی وای.

ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال د سپټمبر په ۳۰مه هم، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله، دغه بهیر له افغانستان څخه د وتلو سره پرتله کړ او ویې ویل چې د افغانستان خلاف، امریکايي ځواکونه او تجهیزات له عراق څخه په «منظم» ډول وایستل شول. هغه په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو او د کابل هوايي ډګر په «ابي ګېټ» کې د داعش د ځانمرګي برید له امله د ۱۳ امریکايي پوځیانو پر وژل کېدو هم نیوکه وکړه.

اوس، د امریکا په مشرۍ د یرغل له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دي او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت لا هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم په افغانستان کې د یو شمېر ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره د مساعد چاپېریال د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

متحده ایالاتو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او لا هم طالبان د «په ځانګړي ډول ټاکل شوې نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه طبقه‌بندي کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG