د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې په جګړو کې شل سیمه ییزپولیس وژل شوي


سیمه ییز چارواکو اندیښنه ښودلې چې په دې جګړو کې کیدای شي د سیمه ییز پولیسو د مرګ ژوبلې شمیر له شلو هم زیات وي.
سیمه ییز چارواکو اندیښنه ښودلې چې په دې جګړو کې کیدای شي د سیمه ییز پولیسو د مرګ ژوبلې شمیر له شلو هم زیات وي.

په زابل کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنو نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په زابل کې وسله والو طالبانو له تیري شپې لس بجو راهیسې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د محلي پوليسو پر پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړي چې لاهم دوام لرې.

د زابل والي بسم الله افغانمل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تر اوسه پورې د شلو پولیسو د وژل کیدو راپور دوی تر لاسه کړی خو تازه دمې افغان قواووي سیمې ته رسیدلي او له ځینو سیمو څخه يې وسله وال برید کونکې پر شاه تمبولي.

د زابل د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د چېنو په سیمه کې په لوړ شمېر کې وسله والو د سیمه ییزو پوليو پر پوستو بریدونه پيل کړي دي.

ښاغلي جوادي وویل " بریدونه لاهم دوام لري او مرګ ژوبله شته زموږ سیمه ییز پوليس هم شهیدان شوي او وسله والو طالبانو ته چي له نورو سیمو څخه را ټول شوي ملکي مرګ ژوبله هم لرو".

د شاه جوی ولسوالۍ د سیمه ییز پوليسو یو چارواکيولي والله امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تر اوسه د محلي پوليسو ۲ پوستو په جګړه کې سفوط کړی او له شپږ پوستو څخه پوليس پر شاه شوي.

ده زیاته کړه چې تر ۲۰ زیات پوليس او ۳۰ تنه وسله وال برید کونکې وژل شوي ۱۰ پوليس او ۱۶ وسله وال طالبان ټپیان شوي او ممکن دواړو لورو ته اوښتې تلفات تر دې هم لوړ شي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې په سیمه کې د محلي پوليسو کورنیو ته هم زیان اوښتی خو تلفات تر هغه څه زیات دي چي ښودل کیږي.

ښاغلي حقبیانوویل" زه له کلات څخه اوس شاه جوی ولسوالۍ ته را ورسیدم په لار کې د وسله والو په کمین کې هم و نښتو وسله والو له کلات څخه شاه جوی ته د تازه دمو قواوو د راتګ لپاره هم هڅه کوله چي مخه يې ونیسي خو ونه توانیدل".

شاه جوی ولسوالۍ د کلات په ختیځ ۵۰ کیلو میترۍ کې د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر پرته ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د شاجوی د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG