د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ ډله ییز برید کې۲۹ وسله وال مخالف وژل شوي


کونړکې چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پرولسوالۍ د وسله والو مخالفانو ډله ایز برید په شا وهلی دی.
کونړکې چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پرولسوالۍ د وسله والو مخالفانو ډله ایز برید په شا وهلی دی.

د کونړ ولایت کې امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت د غازي اباد پر ولسوالۍ د نن سهار په ډله ییز برید کې دعربو او پاکستانیانو په ګډون ۲۹ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دغه برید سهار په دریو بجو پیل شوی و،چې وسله وال طالبان ان د ولسوالۍ د ودانۍ دیوالو ته ور رسېدلي وو.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي د یو خبري کنفرانس په تر څ کې وویل چې په دغه ډله ییز برید کې چې د دولت سلګونو وسله والو پکې برخه اخیستې وه ګډو امنیتي ځواکونو په شا تنبولی .

نوموړی وايي په جګړه کې ۲۹ وسله وال وژل شوي،چې د یولسو جسدونه د جنګ په میدان کې پاتې دي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه جګړه کې یو حکومتي عسکر هم وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سید خېل امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې عربان او پاکستانیان هم شامل دي.

که څه هم چارواکي وايي چې اوس جګړه ارامه ده، خو دسیمې یو اوسېدونکی وايي چې طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ ټاورې هم سوځولي دي.

تر اوسه طالبانو ددغې جګړې په اړه حه نه دي ویلي.

په غازي اباد ولسوالۍ دغه ډله ییز برید په داسې حال کې کېږي،چې تېرې یوې میاشتې راهیسې له دې ولسوالۍ څخه ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته ورغلې لار هم وسله والو تړلې او موټرې تګ راتګ ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG