د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت غیر رسمي جوړ شوو کورونو ته د ملکیت اسناد ورکوي


د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو ښارونو کې په سلګونو زرو خلکو په خپل سر په دولتي او شخصي ځمکو کې کورونه اباد کړي دي.
د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو ښارونو کې په سلګونو زرو خلکو په خپل سر په دولتي او شخصي ځمکو کې کورونه اباد کړي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت د پروګرام په لړ کې تر اوسه په اتو ښارونو کې اوه سوه څلور اویا زره او ۲۳۳ کورونه سروې او ثبت کړي او د شلو زرو کورونو خاوندانو ته یې د ملکیت سندونه ور کړي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند حشمت الله ناصري د چهارشنبې په ورځ ( لړم ۲۲ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د سروې او ثبت د پروګرام له پیل څخه تر دې مهاله په کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښارونو کې دا پروګرام پلی کړی دی.

هغه وویل، چې د کابل ښار کې څلور سوه څلوراویا زره او ۹۷۲کورنه، مزارشریف ښار کې یو ایا زره او ۴۴۲ کورونه، هرات ښار کې دوه اویا زره او ۷۴۳ کورونه، کندهار ښار کې یو پنځوس زره او ۸۱۸ کورونه، جلال اباد ښار کې څلورویشت زره او ۳۸۴ کورونه، بامیان ښارکې دولس زره او ۳۹۲ کورونه، فراه ښار کې دولس زره او۱۴ کورونه او د نیلي ښار کې اوه زره ۱۳۸ کورونه سروې او ثبت شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت د پروګرام هدف هغو خلکو ته، چې په غیر رسمي سیمو کې یې ځانونو ته په دولتي او یا هم شخصي ځمکو باندې کورونه جوړ کړي د ملکیت سند ورکول او په ښارونو کې وروسته پاتې سیمو ته د ښاري خدمتونو غځول ښيي.

په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله د کلیوالو سیمو څخه ډیر اوسیدونکي ښارونو ته کډه شوي او یا یې په دولتي ځمکو او یا هم د خلکو په شخصي ځمکو باندې ځانونو ته کورونه جوړ کړي، چې اکثرو سیمو کې دغسې سیمو ته ښاري خدمتونه نه دي برابر شوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند حشمت الله ناصري وايي، چې افغان حکومت د سروې او ثبت د پروګرام ترڅنګ دغسې کورونو خاوندانو ته د جائیداد د ملکیت رسمي سندونه هم ورکوي.

هغه وویل، چې تراوسه په کابل، هرات، جلال اباد، بامیان او نیلي ښارونو کې شل زره کورونو خاوندانو ته د ملکیت سندونه هم ورکړل شوي دي.

ښاغلي ناصري وویل" هغوی، چې دولتي ځمکو کې یې کورونه اباد کړي د کور له خاوند څخه د هرې بیسوې ځمکې په سر زر افغانۍ (تر دریو بیسوو پورې او له دریو بیسوو څخه له پورته کورنو بیا زیاتې پیسې اخستیل کیږي ) او هم زر افغانۍ د ملکیت د سند په بدل کې اخیستل کیږي. همدا شان هغوی، چې شخصي ځمکو یې کورونه اباد کړي ورڅخه زر افغانۍ د ملکیت د سند لپاره اخیستل کیږي".

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پلان له مخې به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه په دغو اتو ولایتونو کې پنځه سوه زره کورونو خاوندانو ته د ملکیت سندونه ورکړل شي.

د دغه وزارت د اټکل له مخې به درې میلیونه خلک د دې پروګرام څخه مخامخ ګټه واخلي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري، چې دا پروګرام له ښارونو څخه ولسوالیو ته هم پراخه کړي.

تراوسه د دغه پروګرام له لارې د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ، د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ او د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کې په غیر رسمي سیمو کې په سلګونو کورونه ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG