د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د تیرې شپې جګړو کې ۲۲ افغان پولیس وژل شوي


د چارواکو پر وینا په دغو بریدونو کې ۴۵ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

کندهار کې امنیتي چارواکي وایي تیره شپه د دغه ولایت د میوند او ژیړۍ ولسوالیو او هلمند ولایت ترمنځ پر پرتو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله ایز بریدونه کړي چې له امله یې دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امینه قوماندانۍ ویاند هلال احمد هلال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تیره شپه اته بجې وسله والو طالبانو د میوند او ژیرۍ د ولسوالیو د امنیتي کمربند پر پوستو ډله ایز بریدونه پیل کړل چې د شپې تر دوو بجو یې دوام درلود.

ښاغلي هلال وویل چې په دې جګړو کې ۲۲ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې سیمې ته د نورو سرتیرو په رسیدلو سره افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله، چې د طالب وسله والو د تمبولو په عملیاتو کې ۴۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي هم دي.

د میوند په ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیوته وویل چې د تیرې شپې د جګړو په پیل کې د میوند او ژیرۍ ولسوالۍ اته امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وې چې سیمې ته د تازه دمو سرتیرو په رسیدلو افغان ځواکونو د دغو اتو پوستو یو شمیر بیرته ونیولې.

افغان امنیتي چارواکي وايي نن په سیمه کې جګړه نشته.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG