د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر د یو پاکستاني سخت دریځه اکونټ بند کړ


د ټولنیزې رسنۍ ټویټر شرکت د پاکستان د تحریک لبیک د سخت دریځه مشر خادم حسین رضوي اکونټ د اوس لپاره تړلی دی.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې ددې هیواد حکومت په رسمي توگه له ټویټر شرکت نه غوښتي دي چې د رضوي اکونټ د لمسوونکو مطالبو د خپرولو په دلیل وتړي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا خادم حسین رضوي خلک تاوتریخوالي او کرکې ته رابولي. ښاغلی رضوي چې د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځه گوند مشر دی د یکشنبې په ورځ (نوامبر ۴) یې د پاکستان د قضائیه قوې، صدراعظم او پوځ پر وړاندې لمسونکي مطالب په ټویټر خپارهکړي دي.

ښاغلی رضوي او د هغه د تحریک لبیک پاکستان گوند یوې مسیحي ښځې اسیه بي بي ته د برائت ورکولو په وجه چې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورنه ده تیره اونۍ پدې هیواد کې پراخ اعتراضونه وکړل.

ددې گوند یو شمیر مشران حتی د اسیه بي بي د خوشې کولو د پریکړې په وجه د هغو قاضایانو د وژلو غوښتنه کړې چې هغې ته یې برائت ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG