د لاس رسي وړ اتصالات

ټویټر ٥٨ ملیونه اکاونټونه ځنډولي


د ای پي خبري اژانس وایي چې ټویټر د ٢٠١٧ کال راپدیخوا شاوخوا ٥٨ ملیونه حسابونه ځنډولې دي.

ټویټر د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونه نه وروسته په ٢٠١٧ کال کې د جعلي اکاونټونو خلاف اقدامات شروع کړل او د کال په اخیرو دریو میاشتو کې یې شاوخوا ٥٨ ملیونه اکاونټونه وتړل.

د ټویټر دغه اقدامات څرگندوي چې ټویټر د جعلي اکاونټونو په ضد سخته پالیسي خپله کړیده.

په دغو جعلي اکاونټونو کې ځینې د هغه کمپنیو جوړشوې اکاونټونه هم و چې په خلکو یې په بیه خرڅول. اکثره مشهور خلک د خپلو تعقیبونکو د شمیر د زیاتولو لپاره هم جعلي تعقیب کونکي اخلي. د ټویټر د غه کار نه وروسته ځینو کسانو خپل په ملینونو تعقیبونکي (اکاونټونه) بایللي دي.

ټویټر تروسه پورې د دغو اقداماتو په اړه په تفصیل سره څه نه دي ویلي خو یواځې دا وایي چې غواړي ټویټر د جعلي حسابونو نه پاک کړي.

XS
SM
MD
LG