د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د ډیورنډ په کرښه دوه افغان سرتیري وژل شوي


افغانستان د پاکستان سره نږدې دوه زره کیلومتره سرحد لري چې کله کله په کې د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه یو بل سره نښتې کوي.
افغانستان د پاکستان سره نږدې دوه زره کیلومتره سرحد لري چې کله کله په کې د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه یو بل سره نښتې کوي.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د کونړ د ولایت په اړونده سیمه کې د تیرې ورځې په جګړه کې دوه افغان سرتیري وژل شوي دي.

د کونړ په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې دافغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه د دوو افغان سرتېرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سیدخېل امریکا غږ ته وویل چې جګړه تېر مازیګر په دوو بجو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام په سیمه کې پيل شوې چې درې ساعته سې دوام کړی دی.

جنرال سیدخیل وایي چې پاکستاني ځواکونو هغه وخت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دافغان پوله ساتو ځواکونو پر یو شمېر پوستو دخپلو وسلو خولې ور واړولې چې د کرښې هغې غاړې ته په یوه پوسته کې یو پاکستانی سرتېری له کوم نامعلوم لوري وویشتل شو او پاکستاني سرحدي چارواکو ګمان کړی چې ګوندې دا سرتیری افغان ځواکونو ویشتی دی .

قوماندان سیدخیل وایي په جګړه کې دپاکستاني ځواکونو د سپکو او درنو وسلو په ‌‌‌‌‌‌ډزو دوه افغان سرتیري وژل شوی او د دریو امنیتي ځواکونو سربېره پکې دوه عام وگړي هم ټپيان شوي دي.

د کونړامنیه قوماندان وایی چې په دغه جګړه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا یو جومات هم ړنګ شوی او ځينو دکانونو هم اور اخیستی دی .

تر اوسه پاکستان د دغې جگړې په باب څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت وايي، چې لا هم د پولې له هاغې غاړې نه راکټي بریدونه کیږي او توغندیز بریدونه دوام لري.

په کنړ کې له دغې تازه پیښې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې دا بریدونه دوام لري، خو ددغو بريدونو بالمثله ځواب په وسلو نه ورکوي.

لوی درستیز وویل که بریدونه بالمثله وکړي، نو د ډیورینډ کرښې هاغې غاړې ته به عام وګړي زیانمن شي.

افغانستان د پاکستان سره نږدې دوه زره کیلومتره سرحد لري چې کله کله په کې د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه یو بل سره نښتې کوي.

XS
SM
MD
LG