د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې چاودنې؛ ۱۵ تنه وژل شوي ۵۹ ټپیان دي


د بامیان چاودنې
د بامیان چاودنې

د بامیان ولایت مقاماتو ددې ولایت په مرکز کې د دوو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.

د بامیان امنیه قوماندان زبردست صافي د امریکاغږ ته وویل د ټرافیک د یو منسوب په ګډون ۱۴ تنه په دغو دوو چاودنو کې وژل شوي او ۴۵ ټنه نور ټپیان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

خو د بامیان د ولایتي روغتون رئیس فروغ الدین امیري د امریکاغږ ته وویل چې تر اوسه د پیښې له ځای څخه دوی ته ۱۵ مړي او ۵۹ ټپیان انتقال شوي دي.

ښاغلي امیري ویلي دي چې ښځې او ماشومان هم په ددې پیښې په قربانیانو کې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د یو شمیر ټپیانو وضعیت خراب دی او یو شمیر یې د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د بامیان د امنیه قوماندانۍ ویاند رضا یوسفي وویل تر اوسه ددغو چادونو نوعیت ندی معلوم او ددې پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

پدې ترڅ کې د پیښې یو شمیر عیني شاهدانو د امریکاغږ ته وویل چې زیات شمیر ملکي کسان پدغو دوو چاودنو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه همدا اوس د پیښې په ځای کې حضور لري او ساحه یې تړلې ده، خو ددغو چاودنو په اړه یې جزییات ندي ورکړي.

تر اوسه ددغې پیښې مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی.

په بامیان کې چاودنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

دغه پیښه نوې ده او په اړه یې نور جزییات څو شیبې وروسته همدلته لوستلی شئ.

XS
SM
MD
LG