د لاس رسي وړ اتصالات

د دموکرات ګوند په مرکز باندې د برید د پلان په تور دوه تنه نیول شوي


د کانګریس په ودانۍ په برید کې د مخکني جمهر رئیس پلویانو لاس درلود.
د کانګریس په ودانۍ په برید کې د مخکني جمهر رئیس پلویانو لاس درلود.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي دووتنو چې د افراطي ملیشو سره تړاو لري پلان درلوده چې چاودیدونکي مواد راټول کاندي او د کالیفورنیا په ایالت کې د دیموکرات ګوند په عمومي مرکز بریدونه وکړي.

د همدې ایالت د سانفرانسیسکو د ښار د محکمې په حکم کې راغلي چې برید کوونکي این بنجامین ۴۵ کلن او جیروډ کوپلینډ ۳۷ کلن دی او وروسته تر هغه یې د سکرمنټو په ښار کې د دیموکراتانو د ګوند په مرکز د برید په پلان کار پیل کړی چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوسني جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست انتخابات وبایلل.

محکمې ویلي د دې کسانو د برید کولو پلان وروسته تر هغه لا چټک شو چې د جنوري د میاشتې په شپږمې نیټې چې د کانګریس په ماڼۍ کې د انتخاباتي کالج رایې تائید کیدې، د ښاغلي ټرمپ پلویانو په ماڼۍ یرغل وکړ او د لنډې مودې لپاره د رایې تائید کیدل وځنډیدل.

په لیکلو پیغامونو کې چې ښاغلي راجرز او ښاغلي کوپلینډ یو بل ته لیږلي پکې ویل شوي چې غواړي پخپلو بریدونو سره "انقلاب" راولي.

په یوې پیغام کې راجرز کوپلینډ ته لیکلي، "غواړم د دیموکراتانو ودانۍ په ډیره بده توګه والوځوم".

په یو بل پیغام کې راجرز لیکلي، "د شلمې نه وروسته جګړې ته ځو" چې هدف یې د جنوري د میاشتې شلمه وه چې جو بایډن جمهور رئیس ټاکل کیده.

پولیسو د راجرز په کور او دکان کې ۵۰ ډول ډول وسلې چې اتوماتیک او ماشین ګڼې هم پکې وې، د زرګونو مرمیو او پنځو ماینونو سره نیولي دي.

دوي دواړه د ښي لاسي سخت دریځه ډلې (Percenters) غړي دي چې ګمان کیږي د همدې خوځښت غړیو د جنوري په شپږمه د کانګریس په ماڼۍ په برید کې د رهبرۍ نقش درلود.

په راجرز پنځه تورونه لګول شوي دي او که پرې ثابت شي، تر ۲۰ کالونو بندي کیدی شي.

په کوپلینډ بیا دا تور دی چې د راجرز سره تبادله شوي پیغامونه یې حذف کړي او د قانون د تطبیق په مخکې د خنډ د پیدا کیدو سبب شوی.

XS
SM
MD
LG