د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش دوه قوماندانان وژل شوي


ننګرهار اچین د دغه ولایت یوه تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې داعش په افغانستان کې لومړی له همدغې ولسوالۍ فعالیت پیل کړ.
ننګرهار اچین د دغه ولایت یوه تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې داعش په افغانستان کې لومړی له همدغې ولسوالۍ فعالیت پیل کړ.

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه طیارې په بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د دوو مهمو قوماندانانو په گډون اته داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننگرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه بریدونه تېره شپه د اچین ولسوالۍ په پېخې او مامند درې سیمو کې شوي دي.

نوموړی وایي د پېخې سیمې په برید کې د داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې د پنځوس کسیزې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر مولوی ساجد، د هغه وراره او دوه نور ملګري وژل شوي دي.

نوموړی وایي دویم برید د مامند درې په سیمه کې شوی دی،چې له امله یې د کوټ ولسوالۍ د تېرې شوې جګړې قوماندان عمر خطاب او د هغه دری ملګري وژل شوي دي.

خوږیاڼی وایي چې په شوې بمبارۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې سراچه موټر هم ویجاړ شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې بې پیلوټه طیارې سختې بمبارۍ کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه لري.

ننګرهار اچین د دغه ولایت یوه تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې داعش په افغانستان کې لومړی له همدغې ولسوالۍ فعالیت پیل کړ.

XS
SM
MD
LG